د شرعیات پوهنځي تاریخچه
د شرعیات پوهنځي تاریخچه:
شرعیاتو پوهنځي د ۱۴۰۱ هـ ل مطابق ۱۴۴۳ هـ ق او ۲۰۲۲ م کال د اسلامي امارت بیا ځلې واک ته رسیدو سره سم د پکتیا پوهنتون په شمول په اولسو (۱۷) پوهنتونو کې ایجاد شوچې په لومړیو کې ښاغلي روح الله حمیدي د شرعیاتو پوهنځي رئيس وټاکل شواو اداری چارې یې پرمخ وړلې چې (۵-۱۱-۱۴۴۴) نیتې (۳۸۹۲) حکم ګڼې په اساس ښاغلي محمد اکبرفضلي د رئیس په توګه وټاکل شو او یو لړ خدمتومو وروسته د ښاغلی محمد اکبر فضلي د عبدالله ابن مبارک جامعه کې د رئیس په توګه مقرر شو او (۲۰-۶-۱۴۴۵) نیټه (۳۱۱۲) حکم ګڼه ښاغلي محمد عمرفضلي د شرعیاتو پوهنځي د رئیس په توګه وټاکل شو او تر ننه یې اداري چارې پر مخ وړي شرعیاتو پوهنځي کې 196 تنه برحله ذکور محصلین زده کړې کوي چې اوس مهال ۲۴ تنه مسلکي استادان په شرعیاتو پوهنځي کې د تدریس چــــارې پر مخ بیایې چې یـــاد پوهنځی درې (اسلامي ثقافت پوهنتون شموله، فقه او قانون او تعلیمات اسلامي پوهنځی شموله) څانګې لري.
3 :لرلید (Vision)
د شرعیاتو پوهنځی هیله لري چی د عصر د غوښتنو سره سم، د اسلامي فکر او شرعي علومو يوه مخکښه زده کړه ییزه اداره وي.
4 : ماموریت (Mission)
دشرعیاتو پوهنځی د متخصصو استادانو په مټ د عقیدې، قضآء او نورو شرعي علومو برخه کې ټولنې ته باکیفیته علمي کدرونه وړاندي کوي.
د زده کړو او څیړنو د نویو او معاصرو میتودونو په واسطه د محصلانو د روزنې او استادانو د څیړنیز ې پرمختیا له لارې د ټولنې په ښیرازۍ کې ونډه اخلی .
5 : موخې :
د لوړو زده کړو وزارت د قوانينو او مقرراتو سره سم په عدلي او قضايي اړخونو کې هېواد ته د مسلکي کادرونو روزنه.
د هيواد د ملي پروګرامونو سره سم په ټولنه کې د شرعي او قانوني پوهې کچه لوړول.
په علمي، عملي او نظري توګه د محصلانو روزل.
په اسلامي او ملي روحيه د محصلانو روزل.
په قانون باندې پوهه قضات ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کول.
د اسلام مبارک دين په اساسي مصادرو باندې پوهې ته زمينه برابرول.
په قران او نبوي سنتو باندې د اغيارو د اعتراضونو په علمي بڼه دفاع کول.
د اسلام څخه صحيح پوهه او برداشت حاصلولو ته زمينه برابرول.
په اسلامي ټولنه کې زيات شويو خرافاتو او رواجونو پېژندل او د هغې په علمي بڼه ردول.
په اسلام باندې پوهه او په اسلامي فکر سمبال داعيان روزل او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کول.
6 :ارزښتونه:
- د هيواد ديني او ملي ارزښتونو ته بشپړه ژمنتيا، صداقت، ځواب ويونکي او مسلکي کېدنه.
۲- معياري او باکېفيته لوړې زده کړې.
۳- په ملي کچه د اړتياوو پر بنسټ د قضايي او عدلي ادارو لپاره مسلکي کادرونو روزل.
۴- د ابتدائيه، متوسطه، ليسه او نيمه عالي لوړو زده کړو لپاره ښوونکي او استادان روزل.
۵- د هېواد پالنې په روحيه مسلکي مبلغين او مرشدين روزل.
۶- له هر ډول تبعيض څخه ډډه کول.
۷- د افغانستان په کچه په علمي ډګر کې يوه غښتلي اکاډميکه او په عدل ولاړه اداره رامنځ ته کول.
۸- په ټولنه کې د څېړنې فرهنګ دودول.
۹- په کارونو کې شفافيت او د فساد مخنيوی د اسلامي تعلیماتو د څانګې تاریخچه.
په ګران هیواد افغانستان کې د غربی ښکیلاک په وړاندې تر شل کلنې سپیڅلې مبارزې وروسته د اسلامي نظام په اقامې او احیاء سره یو ځل بیا د شرعي علومو د غوړیدا لپاره غوره فرصت را منځته شو ، اسلامي امارت د لوړو زده کړو وزارت پکتیا پوهنتون له دې فرصت څخه په ګټه اخیستنې سره په ټولو هغو پوهنتنونو او د لوړو زده کړو مؤسسو کې چې د شرعیاتو پوهنځي يې درلودل د اسلامي تعلیماتوو څانګې يې ایجاد او رامنځته کړلې، چې یو له هغو د د پکتیا پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي اسلامي تعلیماتو څانګه هم ده، لکه څرنګه چي د اسلامي تعلیمات په پوهنتون کي د ((روح)) حيثيت لري. نو همدا لامله وو چې لوړو زده کړو وزارت د پکتیا پوهنتون شرعیاتو پوهنځي په چوکاټ کې د اسلامي تعلیماتو څانګه په ( ۱۵ / ۱۲ / ۱۴۰۱ ) کال کې تأسیس کړه.
چې ۶ تنه د علمي کادر غړي لري او استاد نوماند پوهنیار محمد صادق درویش یې له (۸/۸/۱۴۰۲)نېتې څخه، رسما د لوړو زده کړو وزارت د حکم پر بنسټ د امريت چارې پر مخ وړي.
د فقه او قانو څانګي لنده پېژندنه :
د پکتیا پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي د فقه او قانون څانګي خپل علمي فعالیت د ۱۴۰۱ هـ کال څخه شروع کړیده چي په دې برخه کي به د هیواد په سطحه خپل فعالیت ته د لوړوزده کړو په چوکاټ کي د مقرر کریکولم په تطبیق له علمي معیارونو سره سم دوام ورکوي تر څو د فقه او قانون په برخه کي د هیواد په سطحه تشه ډکه کړي او اسلامي جامعې ته د مسؤلیت په ډګرکي سهیمه و اوسي او اسلامي جامعې ته د خدمت مصدر وګرځي .
چې 7 تنه د علمي کادر غړي لري او استاد نوماند پوهنیار عبدالباقی واحدی یې له (29/12/1445)نېتې څخه، رسما د لوړو زده کړو وزارت د حکم پر بنسټ د امريت چارې پر مخ وړي.