د مبارکۍ پيغام
د مبارکۍ پيغام د پکتيا پوهنتون رهبري د 1443 ه ق کال د نېکمرغه کوچني اختر د رارسېدو له امله د ا,ا,ا زعيم عاليقدر امير المو منين حفظه الله, د کابينې غړو, د لوړو زده کړو وزارت محترمې رهبرۍ, د پکتيا پوهنتون درنو استادانو, اداري کارکوونکو, درنو محصلانو او په ټوله کې درنو هيوادوالو او ټول مسلمه امت ته د زړه له کومې مبارکي وايي, خدای ج دې د ټولو روژې, عبادتونه او دعاګانې په خپل دربار کې قبولې او منظورې کړي او ستر رب ج دې دا اختر په ګران هيواد او ټوله اسلامي نړۍ کې د اسلامي امت د سرلوړۍ, برياليتوب او دايمي خپلواکۍ پيلامه وګرځوي, تقبل الله منا ومنکم صالح الاعمال په درنښت پکتيا پوهنتون د عامه پوهاوي او نشراتو مديريت