د مننې په پار!

pu_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۲/۱۲ - ۹:۴۰
kk

د مننې په پار!

پکتیا پوهنتون کې د کانکور ازموینه په عالي او شفافه توګه بشپړه شوه.

دا ازموینه چې درې ورځې یې دوام وکړ، پکې 3280 تنو ګډون کړی وو، چې 236 تنه یې خویندې وي. کاندیدان به اتو پوهنځیو د پکتیا او د هېواد بیلابیلو پوهنتونو ته لاره پیدا کوي. سږ کال هم د ښه بخته د خویندو لپاره پکتیا پوهنتون کې په ټولو پوهنځیو کې د ځانګړی کوډ له لارې 30 سلنه سیټونه بیل او همدې سیټونو ته به جذبیږي. پکتیا پوهنتون د 1400 ل. ل. کال لپاره 3013 تنه جذبوي، چې لدې جملې څخه به یې 1052 تنه خویندې وي.

پکتیا پوهنتون قدرمن رییس پوهندوی دوکتور سیدولي جلالزي د پوهنتون په استازولۍ له ولایت مقام درانه والي صیب، امنیتي سرتیرو، امنیې قومانداني، د ملي امنیت ریاست له سرتیرو، له کابل څخه راغلي د ازموینو ملي ادارې استازو چې مشري یې پوهنوال نصیراحمد محبت کوله، د پکتیا پوهنتون علمي، محصلانو او اداري چارو مرستیالانو، درنو استادانو، د لیلیې له مسؤلینو، د پوهنتون د قراول پوستې له سرتیرو، د ازموینې خوږو ګډونوالو او د پوهنتون له زیارکښو کارمندانو څخه د زړه له تله مننه کوي، چې د ازموینې په شفاف اخیستلو کې یې همکاري وکړه او دا ازموینه د بریا ترحده ورسوله.

د سوکاله په خپلو پښو ولاړ افغانستان لیدو په هیله.

درنښت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۴:۳۸
Background image

د پکتیا پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت له لوري ددې معاونیت اړوند آمریتونو او عمومي مدیریتونو له مسؤلینو سره د چارو ښې سمبالتیا په موخه ګډه ناسته وشوه.

د پکتیا پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت له لوري ددې معاونیت اړوند آمریتونو او عمومي مدیریتونو له مسؤلینو سره د چارو ښې سمبالتیا په موخه ګډه ناسته وشوه.

شنبه د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۰:۳۹
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د داوطلبۍ خبرتیا!

پکتیا پوهنتون د قرطاسیه او دفتري توکو قرارداد اعلان ته سپاري، پر قانوني شرايطو برابر شرکتونه کولای شي، د شرطنامې د اخیستلو لپاره خپل غوښتنلیکونه د پکتیا پوهنتون ریاست. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۲:۴۴
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د داوطلبۍ خبرتیا!

پکتیا پوهنتون د (۱۲) قلمه نفتي موادو قرارداد اعلان ته سپاري. پر قانوني شرايطو برابر شرکتونه کولای شي، د شرطنامې د اخیستلو لپاره خپل غوښتنلیکونه د پکتیا پوهنتون ریاست. . .

BACK TO NEWS