د پکتیا قدرمن والي هغه (۱۱۱) جلده کتابونه چې د ماموریت په اوږدو کې يې اخيستې او يا چا ورته ډالۍ کړي ول پکتیا پوهنتون ته ډالۍ کړل

pu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۳ - ۱۱:۳۰
l

د پکتیا قدرمن والي هغه (۱۱۱) جلده کتابونه چې د ماموریت په اوږدو کې يې اخيستې او يا چا ورته ډالۍ کړي ول پکتیا پوهنتون ته ډالۍ کړل.

شنبه ۱۲ چنګاښ ۱۴۰۰

د پکتیا والي ښاغلي محمد حلیم فدایي (۱۱۱) جلده هغه کتابونه چې د خپل شاوخوا یوه کلن ماموریت په اوږدو کې یې اخيستی او يا چا ورته ډالۍ کړي و، پکتیا پوهنتون ته د پوهنتون رئیس پوهندوی دوکتور سید ولي جلالزي په لاس وسپارل، څو د پکتیا پوهنتون رهبري، استادان او زده کړیالان ترېنه تلپاتې معنوي ګټه واخلي.

ياد کتابونه یې د ولایتي شورا درانه رئیس او محترمو غړو، د ادارو قدرمنو رئيسانو، درنو قومي مشرانو او مخورو سره د ماښامنۍ ډوډۍ خوړلو او د خدای په امانۍ د مراسمو په ترڅ کې ډالۍ کړل.

په دې مراسمو کې د ملي مصالحې عالي شورا ارشد سلاکار محترم وزیر امان الله خان ځدراڼ، د ولایتي شورا رئیس عبدالمالک مجاهد ځاځی او غړي، د علماوو شورا رئيس مولوي عبدالغفور، د ولايت مقام سلاکار قاري خواجه الدين حق بيان، ادارو مسولینو، قومي مشرانو او ځوانانو هم ګډون درلود.

د یادونې وړ ده چې د پکتیا والي ښاغلي محمدحلیم فدایي په خپل یو کلن ماموریت کې د پوهنتون سره په مختلفو برخو کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړې دي، چې ښه بېلګه یې د پوهنتون د منځ سړکونو پروژه چې 19.5 میلیونه افغانۍ مصرف به پرې کیږي، د پوهنتون په نوې ځمکه کې د جوړشوي کرونا روغتون سپارل پوهنتون ته چې د طب پوهنځي کادري روغتون په توګه به ترې ګټه پورته کیږي، او همدې ته ورته د سرسبزي په برخه کې پوهنتون ته د مرستو راجلبول، د روانو پروژو د ښه تطبیق په برخه کې هر اړخیزه همکاري، د استادان او مامورینو د نمرو په برخه کې بې سارې هلې ځلې کړي دي.

د پکتیا پوهنتون رهبري، استادان او مامورین ورڅخه د زړه له تله مننه کوي او په راتلونکي کې ورته د هېواد په ابادۍ کې د لا ډېرو خدمتونو هیله کوي.

هر چېرې چې یاست ښاد، اباد اوسې او د ژوند په ورځنیو چارو کې بر یا درته غواړو.

اداره

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۷/۵ - ۱۵:۱۱
Background image

د پکتیا پوهنتون کرنې پوهنځي له لوري د دې پوهنځي د بېلا بېلو ټولګیو محصلانو ته د کیفیت لوړاوي پر یوولسګونو معیارونو باندې د پوهاوي ځانګړې برنامه دائره شو.

د پکتیا پوهنتون کرنې پوهنځي له لوري د دې پوهنځي د بېلا بېلو ټولګیو محصلانو ته د کیفیت لوړاوي پر یوولسګونو معیارونو باندې د پوهاوي ځانګړې برنامه دائره شو.

شنبه د ۱۴۴۷ ه ق کال د ربیع. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۵ - ۱۵:۸
Background image

د پکتیا پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت اړوند د محصلانو خدمتونو او همغږي آمریت له لوري د حقوقو او شرعیاتو پوهنځيو محصلانو ته د (حقوقي لیکنې) تر سرلیک لاندې په بېلا بېلو موضوعاتو درې ورځنی ورکشاپ دائر شو.

د پکتیا پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت اړوند د محصلانو خدمتونو او همغږي آمریت له لوري د حقوقو او شرعیاتو پوهنځيو محصلانو ته د (حقوقي لیکنې) تر سرلیک لاندې په بېلا بېلو موضوعاتو درې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۱۰:۲۰
Background image

د پکتیا پوهنتون محصلانو چارو معاونیت اړوند د کارموندنې مشورتي بورډ نوبتي ناسته وشوه.

د پکتیا پوهنتون محصلانو چارو معاونیت اړوند  د کارموندنې مشورتي بورډ نوبتي ناسته وشوه.

چهارشنبه د ۱۴۴۷ ه ق کال د ربیع الثانی میاشتې لومړۍ، چــــــــــــــــــــــې د ۱۴۰۴ ه ش کال تلې. . .

BACK TO NEWS