د پکتیکا لوړو زده کړو مؤسسې علمي کادري بستونو اعلان

pu_admin
a

د پکتیکا لوړو زده کړو مؤسسې علمي کادري بستونو اعلان!
د پکتیکا لوړو زده کړو مؤسسه ۱۴۴۳ هـ ق کال لپاره په لومړي ځل لاندې څانګو کې د دوکتورا، ماسټرۍ  او لېسانس په کچه علمي کادر ته اړتیا لري:
ښوونې او روزنې پوهنځی:
   فزیک ډیپارټمنټ (۲) بست لومړی ځل.
   پښتو ډیپارټمنټ (۱) بست لومړی ځل.
اقتصاد پوهنځی:
   اداره او تجارت ډيپارټمنټ (۱) بست لومړی ځل.
کرهنې پوهنځی:
   هارټیکلچر ډیپارټمنټ (۱) بست لومړی ځل.
   حیواني علومو ډیپارټمنټ (۱) لومړی ځل.

داوطلبان کولای شي د ۱۴۴۳/۱۰/۲۴ څخه تر ۱۴۴۳/۱۱/۲۲ نېټې پورې یادو علمي کادري بستونو ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې ډکې، د نومرو اصل ټرانسکرېپټ او د همدې اعلان کاپي دې د وزارت له وېبپاڼې څخه ترلاسه کړي او د خپلې تذکرې له کاپي سره دې د پکتیا پوهنتون ته وسپاري.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۳۰ - ۱۲:۵۴
Background image

د پکتیا پوهنتون علمي کادري بست خبرتیا

د پکتیا پوهنتون علمي کادري بست خبرتیا

د پکتیا پوهنتون لومړي ځل لپاره په لاندې څانګه کې د ۱۴۰۲ هـ.ش کال لپاره د دوکتورا او ماسټرۍ  په کچه علمي کادر ته اړتیا لري

انجنیري پوهنځی:

  . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۱۴ - ۱۴:۱۳
Background image

خبرتیا

پکتيا پوهنتون د انجنیري پوهنځي سېول او مهندسي څانګو او د کرنې پوهنځي اړوند د اګرانومي څانګې خالي کادري بستونو نوماندانو ته خبر ورکول کيږي، چې په کادر کې د شمولیت په موخه یې د بهرنۍ ژبې . . .

چهارشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۸ - ۸:۵۵
Background image

د افغانستان د اقتصادي پرمختیا ملي کنفرانس خبرتیا

د افغانستان د اقتصادي پرمختیا ملي کنفرانس خبرتیا!

لکه څرنګه چې اقتصاد د یوېشتمې پېړۍ له اساسي ضرورتونو څخه ګڼل کیږي او په نړیواله کچه هیوادونه او ملتونه غواړي له یوه غوره اقتصاد څخه چې . . .

Back to announcements