د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت د پکتیا پوهنتون د مبارکي پیغام!

pu_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۶ - ۱۲:۴۰

د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت د پکتیا پوهنتون د مبارکي پیغام!
پکتیا پوهنتون د خپل کړیدلي ملت مسلمانو، پتمنو، ملالو، اتلو، د غمونو او دردونو په ظالم طوفان کې راګیرو خویندو ته د دې ورځې مبارکي وایي. موږ لوی او توانا الله ج ته لاسونه لپه کوو چې په دې خاوره کې تلپاتې سوله راشي. موږ دعا کوو چې لوی الله ج مو نور د خویندو او میندو اوښکو توئیدو او غمونو ته د پای ټکی کیږدي. پروردګاره د دې مظلوم ولس په حال له غیبو ورحمیږي. پکتیا پوهنتون به په خپله غیږه کې د خپلو خویندو پالنه په اسلامي او ملي روحیه کوي او دې برخه کې به هیڅ ستړیا حس نکړي. موږ مسؤلیت لرو چې د خپل ملي رسالت له مخې ټولنې ته وړ او په کارپوه خویندې د چوپړ لپاره وړاندې کړو تر څو زموږ د مظلومو او دردمنو خویندو د چوپړ مصدر وګرځي.
په دې هیله چې په هېواد کې تلپاتې سوله راشي.
اداره

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۰:۳۹
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د داوطلبۍ خبرتیا!

پکتیا پوهنتون د قرطاسیه او دفتري توکو قرارداد اعلان ته سپاري، پر قانوني شرايطو برابر شرکتونه کولای شي، د شرطنامې د اخیستلو لپاره خپل غوښتنلیکونه د پکتیا پوهنتون ریاست. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۲:۴۴
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د داوطلبۍ خبرتیا!

پکتیا پوهنتون د (۱۲) قلمه نفتي موادو قرارداد اعلان ته سپاري. پر قانوني شرايطو برابر شرکتونه کولای شي، د شرطنامې د اخیستلو لپاره خپل غوښتنلیکونه د پکتیا پوهنتون ریاست. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۰:۳
Background image

د پکتیا پوهنتون اداري کارمندانو ته د (ایل سي ډي، پروجکټورونو، امنیتي کامرو او غږیز سیستم) سره د بلدتیا او کارونې په موخه یو ورځنی ورکشاپ دائر شو.

د پکتیا پوهنتون اداري کارمندانو ته د (ایل سي ډي، پروجکټورونو، امنیتي کامرو او غږیز سیستم) سره د بلدتیا او کارونې په موخه یو ورځنی ورکشاپ دائر شو.

چهارشنبه د ۱۴۴۷ ه ق كال د شعبان المعظم. . .

BACK TO NEWS