د ۱۴۰۱ کال، ثور ۴ مه، پکتیا پوهنتون
د ۱۴۰۱ کال، ثور ۴ مه، پکتیا پوهنتون
د لوړو زده کړو وزارت یو درې کسیـــــــــز پلاوی ددې وزارت د اسنادو او ارزیابي د رئیــس مـــــــــــولوي داوود حقاني په مشـــــــــرۍ پکتیا پوهنتون ته په یو ورځني سفر راغلی و.
د لوړو زده کړو وزارت لخوا راغلي پلاوي په پکتیا پوهنتون کې د اسنادو ارزیابي تر عنوان لاندې د جنوب ختیـــځ زون پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو اداري کارمـندانو لپاره یو ورځنی ورکشاپ ورکړ.
د یادونې وړ ده، چې په دې ورکـــشاپ کې پر پکتیا او شیخ زاید پوهــنتونونو ســـربېره د لوګر او پکتیکـا لوړو زده کړو موسسو اداري مرستیالانو او کارمندانو برخه درلوده.
د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت