د ۱۴۰۱ کال، حمل ۱۱ مه، پکتیا پوهنتون

pu_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱/۱۴ - ۱۰:۳۷
a
د ۱۴۰۱ کال، حمل ۱۱ مه، پکتیا پوهنتون پنجشنبه د پکتیا پوهنتون له اقتصاد پوهنځي څخه په لسګونو زده کړیالان فارغ شول. په دې مناسبت د پکتیا پوهنتون ناستو په تالار کې جوړو شویو مراسمو ته د پکتیا پوهنتون رئیس پوهنمل عبیدالله اخندزاده، په خپلو خبرو کې فارغو زده کړیالانو ته د مبارکي تر څنګ وویل اوس د دين، خاورې او ولس خدمت ستاسو وجیبه ده. هغه د علم او پوهې پر ارزښت مفصلې خبرې وکړې او په خبره یې د دیني او ساینسي علومو ترمنځ هیڅ تفکیک نشته بلکې د دواړه ډوله علومو زده کړه د شخص په نیت او اراده پوري اړه لري. د پکتیا پوهنتون اقتصاد پوهنځي رئیس پوهنمل شفیع الله غوثي د زده کړیالانو له والدینو څخه مننه وکړه، چې په سختو اقتصادي ستونزو کې یې خپل اولادونه پوهنتون ته رالیږلي، هغه پر فارغ شویو زده کړیالانو هم غږ وکړ، چې خپلو زده کړو ته دي لا دوام ورکړي. د مراسمو ګډونوالو او راغلو میلمنو هم خوښي وښوده، چې د کورنۍ غړي او اولادونه یې له پوهنتون څخه فارغ شول. د یادونې وړ ده، چې د پکتیا پوهنتون له اقتصاد پوهنځي څخه په څلورمه دوره کې له دوو څانګو ۱۳۰ تنه زده کړیالان فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول. د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۴:۴۴
Background image

د خالي اداري بستونو خبرتیا!

د خالي اداري بستونو خبرتیا!

پکتیا پوهنتون کار اهل ته د سپارلو په موخه د خپل تشکیل اړوند دوه خالي اداري بستونه د آزادې سیالۍ له لارې اعلان ته سپاري، په شرایطو برابر نوماندان کولای شي،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۸:۴۵
Background image

پکتیا پوهنتون کې د شاوخوا ۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوې پروژې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته ورسپارل شوه

پکتیا پوهنتون کې د شاوخوا ۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوې پروژې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته ورسپارل شوه

په دې پروژه کې د نږدې ۲ میلیونه افغانیو پر ارزښت د (۸۰۰) کیلو واټه برېښنايي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۴:۳۸
Background image

د پکتیا پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت له لوري ددې معاونیت اړوند آمریتونو او عمومي مدیریتونو له مسؤلینو سره د چارو ښې سمبالتیا په موخه ګډه ناسته وشوه.

د پکتیا پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت له لوري ددې معاونیت اړوند آمریتونو او عمومي مدیریتونو له مسؤلینو سره د چارو ښې سمبالتیا په موخه ګډه ناسته وشوه.

شنبه د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د. . .

BACK TO NEWS