د ۱۴۰۱ کال، حمل ۱۷ مه، پکتیا پوهنتون
د ۱۴۰۱ کال، حمل ۱۷ مه، پکتیا پوهنتون
پکتیا پوهنتون کې د ګمارنې او علمي ترفیعاتو جلسه ددې پوهنتون علمي مرستیال پوهنمل سیف الرحمن روهي تر مشرۍ لاندې په علمي معاونیت کې ترسره شوه.
ناسته د قرانکریم په څو مبارکو ایاتونو پیل شوه، وروسته د اجنډا له مخې پر کادر کې د شمولیت په پار د نوماندانو پر شارټ لیستونو یو شمېر استادانو د علمې ترفیعاتو اثار او دوسیې وارزول شوې .
دا په داسې حال کې ده، چې د خوست، پکتیا، لوګر او پکتیکا پوهنتونونو او مؤسسو خالي کادري بستونو اړوند کاندیدانو شارټ لیست به ډېر ژر اعلان او کاندیدان به د ازموینې لپاره راوغوښتل شي.
د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت