د ۱۴۰۱ کال، سلواغې ۲۴ مه، پکتیا پوهنتون

pu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲۵ - ۱۱:۲۹
abc

د ۱۴۰۱ کال، سلواغې ۲۴ مه، پکتیا پوهنتون
د پکتیا امرباالمعروف او نهی عن المنکر مسؤلینو د پکتیا پوهنتون له استادانو او اداري کارمندانو سره ګډه ناسته وکړه.
ناسته کې چې د پوهنتون رئیس پوهنمل عبیدالله اخندزاده،  مرستیالانو، پوهنځیو رئیسانو،  استادانو او اداري کارمندانو برخه درلوده، له معمول سره سم د قرانکریم په څو مبارکو ایاتونو پیل شوه.
جوړو شویو مراسمو ته لومړی د پوهنتون رئیس پوهنمل عبیدالله اخندزاده د ناستې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د امرباالمعروف او نهی عن المنکر له مسؤلینو څخه مننه وکړه، چې تل یې له دوی سره د چارو په سمبالولو کې پوره مرسته او کومک کړی.
پوهنتون رئیس په تېرو شلو کلونو کې د اشغال خاتمې په موخه د پکتیا پوهنتون د استادانو او محصلینو قرباني بې ساري یاده کړه.
ورپسې د امرباالمعروف او نهی عن المنکر رئیس شیخ شراف الدین نقره کار اصلاحي وینا وکړه، نوموړي استادان او کارمندان وهڅول تر څو په ټولو چارو کې د الله ج د رالیږلي کتاب لارښونو ته غوږ ونیسي.
نوموړي د ناستې له ګډونوالو څخه وغوښتل چې ټول دي صورت او سیرت په سنت طریقه برابر کړي، هغه دا د مشرانو امر یاد کړ او عملي کول یې هم پر ټولو دولتي کارمندانو لازم وګڼل.
ناسته د دعا پر ویلو سره پای ته ورسېده.


نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۴:۴۴
Background image

د خالي اداري بستونو خبرتیا!

د خالي اداري بستونو خبرتیا!

پکتیا پوهنتون کار اهل ته د سپارلو په موخه د خپل تشکیل اړوند دوه خالي اداري بستونه د آزادې سیالۍ له لارې اعلان ته سپاري، په شرایطو برابر نوماندان کولای شي،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۸:۴۵
Background image

پکتیا پوهنتون کې د شاوخوا ۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوې پروژې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته ورسپارل شوه

پکتیا پوهنتون کې د شاوخوا ۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوې پروژې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته ورسپارل شوه

په دې پروژه کې د نږدې ۲ میلیونه افغانیو پر ارزښت د (۸۰۰) کیلو واټه برېښنايي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۴:۳۸
Background image

د پکتیا پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت له لوري ددې معاونیت اړوند آمریتونو او عمومي مدیریتونو له مسؤلینو سره د چارو ښې سمبالتیا په موخه ګډه ناسته وشوه.

د پکتیا پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت له لوري ددې معاونیت اړوند آمریتونو او عمومي مدیریتونو له مسؤلینو سره د چارو ښې سمبالتیا په موخه ګډه ناسته وشوه.

شنبه د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د. . .

BACK TO NEWS