په پکتیا پوهنتون کې د مسلکي پرمختیا مرکز (PDC) د 3.2 میلیونه افغانیو په مالي لګښت ګټې اخیستنې ته وسپارل شو• ۱۳۹۹/ کب/ ۱۷

pu_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۶ - ۱۲:۳۲

په پکتیا پوهنتون کې د مسلکي پرمختیا مرکز (PDC) د 3.2 میلیونه افغانیو په مالي لګښت ګټې اخیستنې ته وسپارل شو·
۱۳۹۹/ کب/ ۱۷
هغه غونډه، چې په انلاین ډول جوړه شوې وه، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي او د یاد وزارت د ترفیعاتو رییس پوهنوال دوکتور غلام رحیم اوآب لخوا د هېواد په دیارلس پوهنتونونو کې د (PDC) مرکزونو پرانیسته وشوه؛ چې له دې پوهنتونو څخه یو هم د پکتیا پوهنتون وو.
یاد مسلکي پرمختیایي مرکز په پکتیا پوهنتون کې د لوړو زده کړو وزارت لخوا د 3.2 میلیونه افغانیو په مالي لګښت په اساسي او معیاري ډول جوړ شوی، چې تیره ورځ د لوړو زده کړو وزارت علمي معین او د ترفیعاتو رییس لخوا په انلاین ډول او په پوهنتون کې د یاد پوهنتون رییس پوهندوی دوکتور سیدولی جلالزي، د علمي چارو مرستیال پوهنمل دوکتور عبدالله احمدي، د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار نقیب الله ځاځي، د استادانو چارو آمر پوهنمل قیوم منګل، د علمي څېړنو آمر خانزاد ګل ځاځي او د PDC آمر پوهنیار شهاب ګډون درلود، په رسمي ډول یاد مرکز ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د یاد مرکز په درلودو سره به د پکتیا پوهنتون د اکاډمیکو چارو رهبري او مدیریت وړتیا لوړولو، د استادانو د علمي او تدریسي ظرفیت لوړونه او همدا شان د تالیف، ژباړې او څېړنو د وړتیا لوړنې په برخه کې به ډېر مؤثر تمام شي.
اداره

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۰:۳۹
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د داوطلبۍ خبرتیا!

پکتیا پوهنتون د قرطاسیه او دفتري توکو قرارداد اعلان ته سپاري، پر قانوني شرايطو برابر شرکتونه کولای شي، د شرطنامې د اخیستلو لپاره خپل غوښتنلیکونه د پکتیا پوهنتون ریاست. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۲:۴۴
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د داوطلبۍ خبرتیا!

پکتیا پوهنتون د (۱۲) قلمه نفتي موادو قرارداد اعلان ته سپاري. پر قانوني شرايطو برابر شرکتونه کولای شي، د شرطنامې د اخیستلو لپاره خپل غوښتنلیکونه د پکتیا پوهنتون ریاست. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۰:۳
Background image

د پکتیا پوهنتون اداري کارمندانو ته د (ایل سي ډي، پروجکټورونو، امنیتي کامرو او غږیز سیستم) سره د بلدتیا او کارونې په موخه یو ورځنی ورکشاپ دائر شو.

د پکتیا پوهنتون اداري کارمندانو ته د (ایل سي ډي، پروجکټورونو، امنیتي کامرو او غږیز سیستم) سره د بلدتیا او کارونې په موخه یو ورځنی ورکشاپ دائر شو.

چهارشنبه د ۱۴۴۷ ه ق كال د شعبان المعظم. . .

BACK TO NEWS