پکتیا پوهنتون د حقوقو پوهنځی په نړیوال ډکر کې!
پکتیا پوهنتون د حقوقو پوهنځی په نړیوال ډکر کې!
د پکتیا پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی د تمثیلي محاکمو ټيم د استاد پوهنیار محمد شریف څار د مربيتوب لاندې د (ILSA) نړیوالي مؤسسي له لورې په ملي سطحه د دولتي او خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د تمثیلي محاکمو په سیالیو کې د ګډون کولو څخه وروسته د یادې ادارې له لوري په نړیوالو سطحه په لاره اچول شوو مسابقاتو ته لار ومونده.
د نړیوالو سیالیو په لړ کې نن ورځ 25/12/1399 نېټه د چین هېواد د (Chongqing University) سره مسابقه درلوده، لدې وروسته به په راتلونکو ورځو کې د امریکا متحده ایالاتو، برازیل او مصر هېوادونو د معتبرو پوهنتونو سره هم مسابقات ولرو. موږ هیله لرو چې په دې سیالیو کې ښې لاسته راؤړنې ولرو.
اداره