پکتیا پوهنتون د لوړو زده کړو محترم وزارت او پوهنتون د علمي شورا د پرېکړې پر بنسټ د تشدیدي سمستر وروستۍ ازموینې پیل کړې.
پکتیا پوهنتون د لوړو زده کړو محترم وزارت او پوهنتون د علمي شورا د پرېکړې پر بنسټ د تشدیدي سمستر وروستۍ ازموینې پیل کړې. پدې هیله چې ګران محصلان به په ښو نمرو اخیستو دا سمستر بشپړ کړي
د پوهنتون او پوهنځیو د ازموینو کمیټې به په دوامداره توګه له ازموینو څارنه کوي او هڅه به کوي چې ازموینه د لوړو زده کړو وزارت د ازموینو د لایحې مطابق ترسره شي. د پوهنځیو قدرمن رییسان، د څانګو درانه امرین او محترم استادان به هم په ټول توان سره د محصلانو لپاره ارامه فضاء جوړونې لپاره کار کوي تر څو ازموینې په ډیر شفاف ډول واخیستل شي.
د محصلانو خاکساري موږ ته دا زیری راکوي چې په هر ډول شرایطو کې به د هېوادوالو خدمت کوي.
په هېواد کې د سولې زرین لمر راختو په هیله
اداره