د پکتیا پوهنتون علمي چارو معاونیت اړوند د ستراتیژیک پلان د تدوین او څارنې کمېټې نوبتي ناسته دائره شوه.

pu_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۹ - ۱۵:۵۶
satt

د پکتیا پوهنتون علمي چارو معاونیت اړوند د ستراتیژیک پلان د تدوین او څارنې کمېټې نوبتي ناسته دائره شوه.

یکشنبه د ۱۴۴۷ ه ق کال د ربیع الاول میاشتې ۷مه، چــــــــــــــــــــــې د ۱۴۰۴ ه ش کال وږي میاشتې له نهمې نېټې سره سمون لري، د پکتیا پوهنتون علمي چارو معاونیت اړوند د ستراتیژیک پلان د تدوین او څارنې کـــــــــــــــــــــــــــــــــــمېټې نوبتي ناسته دائره شوه.

د ستراتیژیک پلان د تدوین او څارنې کمېټې په نوبتي ناسته کې چې د پکتیا پوهنتون رئیس مولوي صاحب عبدالحکیم حمدي، د پوهنتون مرستیالانو، د پوهنځیو رئیسانو او د کمېټې غړو استادانو برخه درلوده، پیل یې د قران پاک په څو مبارکو ایاتونو سره وشو.

لومړی د پکتیا پوهنتون رئیس مولوي صاحب عبدالحکیم حمدي د ناستې برخوالو ته د ښه راغلاست او هرکلي ویلو ترڅنګ له برخوالو څخه غوښتنه وکړه، چې کوښښ دې وکړي، څو تل ورسپارل شوې چارې پر خپل وخت سره ترسره کړي.

پوهنتون رئیس په تدریسي برخه کې د کیفیت لوړاوي لپاره په هر پوهنځي کې د درسونو د ثبت لپاره د منظمو سټوډیوګانو د فعالولو خبره هم وکړه، چې ورسره به د استادانو په درسونو کې د نوښت ترڅنګ د محصلانو لپاره غوره درسي مواد هم تولید شي.

 وروسته له ترتیب شوې اجنډا سره سم د پوهنځيو رئیسانو له لوري د ۱۴۰۴ کال لومړۍ ربعې عملیاتي پلانونه په شریک کولو، د لوړو زده کړو وزارت مقام له لوري د راستول شوي لارښود مطابق د پوهنځيو ستراتیژیک پلانونو پر اصلاح کولو او یو شمېر نورو موضوعاتو بحث وشو او په اړه یې لازم تصامیم ونیول شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۴:۴۴
Background image

د خالي اداري بستونو خبرتیا!

د خالي اداري بستونو خبرتیا!

پکتیا پوهنتون کار اهل ته د سپارلو په موخه د خپل تشکیل اړوند دوه خالي اداري بستونه د آزادې سیالۍ له لارې اعلان ته سپاري، په شرایطو برابر نوماندان کولای شي،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۸:۴۵
Background image

پکتیا پوهنتون کې د شاوخوا ۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوې پروژې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته ورسپارل شوه

پکتیا پوهنتون کې د شاوخوا ۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوې پروژې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته ورسپارل شوه

په دې پروژه کې د نږدې ۲ میلیونه افغانیو پر ارزښت د (۸۰۰) کیلو واټه برېښنايي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۴:۳۸
Background image

د پکتیا پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت له لوري ددې معاونیت اړوند آمریتونو او عمومي مدیریتونو له مسؤلینو سره د چارو ښې سمبالتیا په موخه ګډه ناسته وشوه.

د پکتیا پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت له لوري ددې معاونیت اړوند آمریتونو او عمومي مدیریتونو له مسؤلینو سره د چارو ښې سمبالتیا په موخه ګډه ناسته وشوه.

شنبه د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د. . .

BACK TO NEWS