د پکتیا پوهنتون علمي چارو معاونیت اړوند د برېښنایي زده کړو کمېټې له لوري د پوهنتون استادانو ته ځانګړی سمینار دائر شو.

د پکتیا پوهنتون علمي چارو معاونیت اړوند د برېښنایي زده کړو کمېټې له لوري د پوهنتون استادانو ته ځانګړی سمینار دائر شو.
دوشنبه د ۱۴۴۷ ه ق کال د ربیع الاول میاشتې ۲۲مه، چــــــــــــــــــــــې د ۱۴۰۴ ه ش کال وږي میاشتې له (۲۴)مې نېټې سره سمون لــــــــــــــــــــــــري، د پکتیا پوهنتون علمي چارو معاونیت اړوند د برېښنایي زده کړو کمېټې له لوري د پوهنتون استادانو ته ځانګړی سمینار دائر شو.
د برېښنايي زده کړو کمېټې له لوري استادانو ته دائر شوي سمینار کې د ټرینر استادانو اخترمحمد هجران او سید مقصود موسوي له لوري د (لوړو زده کړو په برخه کې پر برېښنايي زده کړو، د لوړو زده کړو تحصیلي دریڅه (HELP) او په زده کړو کې د مصنوعي ځیرکتیا معرفي او استعمال) باندې له برخوالو سره مالومات شریک شول.