د پکتیا پوهنتون اړوند تدریسي روغتون کې د سلګونو زرو افغانیو پر ارزښت د روغتوني کثافاتو سوځولو بټۍ د جوړولو چارې پیل شوې دي
د پکتیا پوهنتون اړوند تدریسي روغتون د رئیس ډاکټر رحمت الله منیب پر خبره چې په تدریسي روغتون کې د څلور سوه زره افغانیو پر ارزښت د روغتوني کثافاتو سوځولو دغه بټۍ چې د پیومايي موسسې پر مالي ملاتړ جوړیږي، د چارو په بشپړېدلو سره به یې د روغتون خدمات لا معیاري او منظم شي.
د یادونې وړ دی، چې د پکتیا پوهنتون اړوند تدریسي روغتون اوس د طب پوهنځي محصلانو لپاره د عملي زده کړو سربېره د روغتیا په برخه کې د ناروغانو لپاره پر یوه لوی او مهم مرکز باندې هم بدل شوی دی، چې هره ورځ ورته سلګونه ناروغان مراجعه کوي.
۱۴۴۷/۱۲/۱۶ ه ق
۱۴۰۵/۳/۱۲ ه ش
