د ۱۴۰۱ کال، جوزا ۳۰ مه، پکتیا پوهنتون

pu_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۳/۳۰ - ۱۵:۴۷
د ۱۴۰۱ کال، جوزا ۳۰ مه، پکتیا پوهنتون دوشنبه د پکتیا پوهنتون په ریاست مقام کې د علمي شورا نوبتي ناسته وشوه. ناسته د پکتیا پوهنتون رئیس پوهنمل عبیدالله اخندزاده تر رهبری لاندې٬ چې علمي مرستیــــال پوهنمل سیـــف الرحمن روهي، محصلانو چارو مرستیال پوهنمل محمد نعیم وصال، مالي او اداري چارو مرستیال سیف الله محــمدي، پوهنځیو رئيسانو او استادانو پکې ګـډون درلوده، پیل یې د قرانکریم په څو مبارک ایاتونه وشو. ورپسې د پکتیا پوهنتون رئیس پوهنمـل عبیدالله اخندزاده د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د درسونو په ښه ډول جریان خوښي وښوده. پوهنتون رئیس د قلم علمي مجلـــــې په اړه وویل: چې هڅه کوي تر څو دغه علــــــمي مجله له لا ډېر اعتبار څخه برخمنه کړي. علمي مرستیال پوهنـــــمل سیف الرحمن روهي هـــم د خپلو خـــــبرو پر مهـــال د کیفیـــت لوړونې په مــــوخه یو شمـــېر مـوضوعات مطــرح کــــــــړل او په خبره یې د چارو د ښه تر سراوي لپاره یو له بل سره همغږي مهمه ده. وروسته ناسته کې د علمي شورا د غړو ترمنـــــځ پر بېلا بېلو موضوعاتو لکه: د استادانو پر علمي ترفیعاتو، د علمي رتبو پر تثبیت ،انفکاک، د ځینو ډيپارټمنټو د چارو پر انسجــــام او په اجنډا کې شاملــو نـــورو مــوضوعاتو بحث وشو او د ځینـــو مسایلو په اړه وروستی تصمیم هم ونیول شو. ناسته د اختتامیه دعا په ویلو سره پای ته ورسېده. د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۱۴:۴۲
Background image

د پکتیا پوهنتون علمي شورا نوبتي ناسته دائره شوه.

د پکتیا پوهنتون علمي شورا نوبتي ناسته دائره شوه.

دوشنبه د ۱۴۴۷ ه ق کال د ربیع الاول میاشتې دوهمه، چــــــــــــــــــــــې د ۱۴۰۴ ه ش کال وږي میاشتې له درېیمې نېټې سره سمون لري، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲ - ۱۴:۶
Background image

د لوړو زده کړو وزارت قدرمن وزیر شیخ القران والحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب په پکتیا پوهنتون کې د یو محراب مسجد پرانیسته وکړه.

د لوړو زده کړو وزارت قدرمن وزیر شیخ القران والحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب په پکتیا پوهنتون کې د یو محراب مسجد پرانیسته وکړه.

شنبه د ۱۴۴۷ ه ق کال. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲ - ۱۴:۲
Background image

د لوړو زده کړو قدرمن وزیر شیخ القران والحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د پکتیا پوهنتون د استادانو او محصلانو پر یوې لوی غونډه کې ګډون، وینا او خبرې وکړې.

د لوړو زده کړو قدرمن وزیر شیخ القران والحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د پکتیا پوهنتون د استادانو او محصلانو پر یوې لوی غونډه کې ګډون، وینا او خبرې وکړې.

شنبه د ۱۴۴۷ ه ق کال. . .

BACK TO NEWS