دمعلوماتی ټکنالوژی آمریت

پیژندنه:
په هغه دوره کې چې مونږ ژوند کوو، د فن، تخنیک او ټیکنالوژۍ دوره ده. له همدې امله، ادارو لپاره د ټیکنالوژۍ کارول ډیر ارزښت لري، او ډیری ادارې په بشپړه توګه درک کړی چې د معلوماتي ټیکنالوژۍ کارول ورځنی کارونه ګړندي کوي او مراجعین کولی شي له ډیرو اسانتیاو څخه برخمن شي. پوهنتونونه هم د ټیکنالوژۍ په کارولو سره غوره، ګړندۍ، دقیقې او باکیفیته خدمتونه وړاندې کوي. له همدې بنسټ، د پکتيا پوهنتون د معلوماتي ټیکنالوژۍ امرت همیشه هڅه کړې چې د نوې دورې د ټیکنالوژۍ اعظمي استفاده د دې پوهنتون د خدمتونو د اسانولو په برخه کې وکړي. دا امرت په ۲۰۱۹ کال کې د اداري مرستیال د تشکیلاتي جوړښت په توګه د معلوماتي ټیکنالوژۍ مرکز (ITCP) په نوم رامنځته شو.

اهداف:
د پکتيا پوهنتون په کچه د مؤثرو پروګرامونو طرحه کول، د هارډویر، سافټویر او د شبکې سرورونو تخنیکي او فني چارو کنټرول او نظارت، د معلوماتي ټیکنالوژۍ اړین تسهیلاتو او ضروریاتو د ملي او نړیوالو معیارونو سره سم په منظمه توګه رامنځته کول او برابروال.

لید:
د معلوماتي ټیکنالوژۍ امرت د ملي موخو او د پکتيا پوهنتون د ستراتیژۍ په تقویت کې د خپل رهبرۍ رول په لارو کې، د ټیکنالوژۍ په پرمختګ او نوآوریو کې د مفیدو او مؤثرو طریقو په ټاکلو پابند دی.

خدمات:

  1. د پوهنتون د پروفیسورانو، کارکوونکو او زده کونکو لپاره د انټرنټ خدمت وړاندې کول.
  2. د پوهنتون په سټوډیو کې د پروفیسورانو د درسي ویډیو کلیپونو راجستر او ایډیټ کول.
  3. د پوهنتون د امنیتي کیمرو کنټرول، نظارت، نصب او چک.
  4. د پوهنتون د پروفیسورانو، کارکوونکو او زده کونکو د ټیکنالوژیکي وسایلو د سافټویر ستونزو حل کول.
  5. د پوهنتون د ټولو څانګو د ټیکنالوژیکي وسایلو د هارډویر ستونزو حل کول.
  6. د پروفیسورانو او کارکوونکو لپاره د پوهنتون ډومین (pu.edu.afپه کارولو سره رسمي ایمیلونو جوړول.
  7. د پوهنتون په ویب پاڼه کې خبرونه، اعلانات، سیمینارونه، د پروفیسورانو ژوندلیکونه او نور اړین کارونه خپرول.
  8. د پوهنتون د HEMIS سیسټم چلول.
  9. د بریښنایی کتابونو (آنلاین بریښنایی کتابونو ویب پاڼه) سیسټم کنټرول.
  10. د زده کونکو لپاره د معلوماتي ټیکنالوژۍ د امرت په ټولګیو او لابراتوارونو کې د روزنې خدمت وړاندې کول.
  11. د پوهنتون د کارکوونکو لپاره د PBX سیسټم او د IMS سیسټم له لارې د داخلي تلفني اړیکو خدمت وړاندې کول.

فعالیتونه:
په امسال (۱۴۰۳ ل.ک) کې ترسره شوي اجراییوي فعالیتونه:

  1. د ټولګیو لپاره د غږ سیسټم او LED د فعالولو او همدارنګه د څانګو او پوهنځیو لپاره د پټو کیمرو نصب، کمپیټرونو او پروجیکټرونو د ځای په ځای کولو لپاره د الیکټرانیکي وسایلو تړون.
  2. د معلوماتي ټیکنالوژۍ مرکز کې د ویډیو کنفرانس خونې جوړول.
  3. د وای-فای فیلټرینګ، انټرنټ بانډویټ مینجمینټ.