حيواني علومو ډيپارټمنټ
د څانګې لید لوری (Vision)
د تدریس، څیړنې او عملی کارونو په برخه کې په ملی او منطقوي کچه یوه مخکښه څانګه
د څانګې رسالت (Mission)
د حیواني علومو څانګه د تدریس، څیړنې او علمی کړنو په تر سره کولو سره د داسي علمی کادرونو او مسلکي وګړو روزلو ته ژمنه ده ،چې د اسلامی او مسلکي ارزښتونو په پالنې سره د هیواد د پرمختګ باعث ګرځي.
د ټولنې او کار د مارکېټ د اړتیا سره سم د داسې متخصصو کادرونو روزل چې په تاریخي او قانوني ارزښتتونو بتاور ولتري او د علمتي خدمتونو وړاندي کول تر څو مالدارۍ په داسې توګه علمي، عصري او پایداره کړي چې د ټولنې، هیواد، سیمې او نړۍ د پرمختیا او رفاه بهیر چټک کړي.
د حیواني علوم څانګې ارزښتونه (Values)
- اسلامي او انساني ارزښتونو ته درناوی کول.
- د ښوونیز او علمی پرمختګ پر بنسټ اکاډمیکه ازادي.
- په کارونو کې روڼوالی او ریښتینولي.
- د نورو نظریاتو ته درناوی لرل.
- د هر ډول ژبنی، قومی، نژادی فکری او ... تبعی رد.
- د سالم ژوند چاپيریال رامنځ ته کول.
- ټولنی ته د ژوند چاپیریال اړوند د پوهي د اهمیت په هکله معلومات ورکول.
د څانګې ستراتيژيکې موخې
- د لوړو زده کړو، نیمه لوړو زده کړو تحصيلي بنسټونو او د معارف لپاره د حیواني علوم څانګې د مسلکي کادرونو روزل.
- د لوړو زده کړو وزارت څخه د کیفیت لوړاوي په برخه کې د اعتبار سند ترلاسه کول.
- په انسانی، اسلامي او وطن دوستې روحیه د محصلینو روزل.
- د تالیفاتو نشرول، د علمی څیړنو تقویه او د محصلینو لپاره په تدریسي چاپیریال کې د انګیزو رامنځ ته کول.
- د محصلینو لپاره دکمپیوټري مهارتونو د تر لاسه کولو لپاره د مجهز کمپيوټر لېب برابرول.
- د اړونده څانګې لپاره د اړتیاوړ کتابخانې جوړول.
- د اړونده څانګې لپاره د اړتیاوړ معیاري لابراتوارې وسایلو اماده کولو لپاره هڅه کول تر څو د دې څانګې څیړنیزې چارې چې په لابراتواري وسایلو پورې تړاو لري، تر ډیره پورې ورته لاس رسي شوي وي.
- په ټیکنالوژيکي وسایلو د اړونده څانګې تدریسي خونو سمبالول.
د اړونده څانګې ممتازو محصلینو څخه د ملاتړ او د هغوي د تشویق میکانیزم رامنځته کول.
د حیوانی علومو د ۱۴۰۲ او ۱۴۰۳ کالونو تطبیقی او تدابیری پلان راپورونه، د استادانو او محصلانو د څیړنو پایلی، د حیوانی علومو د څانګی مرام او اهداف په دی لینک کی کتلای شی