د نباتاتو د ساتنې څانګه
د نباتاتو د ساتنې څانګه
شعبه حفاظه نباتات
Department of Plant Protection
د نباتاتو د ساتنې څانګه د پکتیا پوهنتون د کرنې پوهنځي له افتتاح څخه چې د پوهنتون له لومړنیو پوهنځيو شمیرل کیږي، شتون درلود. خو په اختصاصي ډول د پکتیا پوهنتون د رهبري لخوا د لوړو زده کړو وزارت ته د وړانديز څخه وروسته د لوړو زده کړو وزارت له خوا په ۱۶/۱۰/ ۱۳۹۱ نیټې منظور او د ۱۳۹۲ کال په تشکیل کې شامل او رامنځ ته شوچې تر دې دمې نوموړې څانګې په سلګونه مستعد کادرونه روزلي او ټولنې ته وړاندې کړي.
پیژندنه
د نباتاتو د ساتنې څانګه د پکتیا پوهنتون د کرنې پوهنځي له افتتاح څخه چې د پوهنتون له لومړنیو پوهنځيو شمیرل کیږي، شتون درلود. خو په اختصاصي ډول د پکتیا پوهنتون د رهبري لخوا د لوړو زده کړو وزارت ته د پیشنهاد څخه وروسته د لوړو زده کړو وزارت له خوا په ۱۶/۱۰/ ۱۳۹۱ نیټې منظور او د ۱۳۹۲ کال په تشکیل کې شامل او رامنځ ته شو. د نوموړي څانکې رسالت ټولنې په ګټه دنباتاتو ساتنې په برخه کې د لایقو اشخاصو روزل او اماده کول. موخې یا اهداف: د کادرونو او استعداد لرونکو متخصصینو روزل،په صحیح ډول د نباتي آفاتو او ناروغیو پیژندل او د مخنيوي هراړخيزې لارې چارې په ګوته کول،د نباتي منابعو او چاپیریال ساتنه،د في واحد ځمکې څخه لوړحاصل لاس ته رواړل،د کرنیزو محصولاتو ساتنه او پرمختیا کې د عصري ټیکنالوژیو پلي کول،د خواړو کیفیت او مقدار لوړول او د هیواد اقتصادی وده کې د کرنیزو توکو ارزښت لوړول څخه عبارت دي. هغه مضامین چې په دې څانګه ګې په اختصاصي ډول تدریس کیږي: د نباتي ناروغیو اساسات، حشره پوهنه، مایکالوژي-بکتریالوژي، ویرولوژي –نیماتولوژی، دآفت وژونکو اساسات، د غلودانو اوصنعتي نباتاتو آفتونه، د غلودانو او صنعتي نباتاتو ناروغۍ، د ونو افتونه، د ونو اوګلابو ناروغۍ، د سبزیجاتو د آفتونو تنظیم، د آفاتو مخنیوی او سیمینار
رسالت (Mission)
د نباتاتو د ساتنې څانګې ماموريت اړونده بسټيزې او مسلکي څېړنې ترسره کول او د ساينس پر بنسټ د زده کړو چمتو کول او له ټولنې سره يې شريکول دي. د بوټو، تخمونو او نورو نباتي تکثيري موادو د تولید د روغتیا او کیفیت ساتنه، د نباتي آفاتو او ناروغیو د معرفي کولو او خپرېدنې د مخنیوي په اړه مؤثقه پوهه رامنځته کول دي.
لرليد (Vision)
د نباتاتو د ساتنې څانګې لرليد د نباتاتو د ساتنې ساينس انکشاف او شريکول او د تطبيقي ميتودونو په پام کې نيولو سره د آفتونو او ناروغيو کنترول او اداره کول دي.
موخې (Goals)
۱. د نباتاتو د ساتنې په برخه کې د مستعدو کادرونو روزنه
۲. د نباتي ناروغيو او آفاتو د مديريت او کشفولو له نويو لارو چارو سره د زده کړيالانو آشنا کول.
۳. د نباتي آفاتو او ناروغيو د مديريت لپاره د طبيعي سرچينو په ګوته کول.
۴. په چاپیریال، انسانانو او نورو ژونديو موجوداتو باندې د کیمیاوي آفت وژونکو ویجاړوونکي اغیزو سره د زده کړيالانو او ټولنې آشنا کول.
۵. د نباتي ناروغيو او آفاتو پر وړاندې د اغيزمنو کيمياوي توکو په ګوته کول.
۶. د نباتاتو د ساتنې په برخه کې لابراتواري او ساحوي څېړنې ترسره کول.
د نباتاتو د ساتنې څانګې لرليد، رسالت او موخې د يادې څانګې د ( ۱۱) ګڼه پروتوکول او ۲۸/۱۱/۱۴۰۲ نيټې پريکړې او د کرنې پوهنځي د (۱۰) ګڼه پروتوکول او ۲۲/۱۲/۱۴۰۲ علمي شوری ناستې په اساس د ټولو غړو د په اتفاق د آراوو سره د تائيد وړ وکرځيده.

د نباتاتو د ساتنې څانګې تدريس کيدونکي مضامين
شماره |
مضمونونه |
د کريديدتونو شمير |
د مضمون کود |
د مضمون کټګوري |
سمستر |
ټولګی |
۱ |
حشره پوهنه |
۳ |
Ag PP 0425 |
تخصصي |
۳ |
دويم |
۲ |
د نباتي ناروغيو اساسات |
۳ |
Ag PP 0430 |
تخصصي |
۴ |
دويم |
۳ |
نباتي مايکالوجي |
۲ |
Ag PP 0531 |
تخصصي |
۵ |
درېيم |
۴ |
نباتي نيماتولوجي |
۲ |
Ag PP 0532 |
تخصصي |
۵ |
درېيم |
۵ |
نباتي ويرولوجي |
۲ |
Ag PP 0533 |
تخصصي |
۵ |
درېيم |
۶ |
نباتي بکتريالوجي |
۲ |
Ag PP 0534 |
تخصصي |
۵ |
درېيم |
۷ |
نباتي اکارولوجی |
۲ |
Ag PP 0535 |
تخصصي |
۵ |
درېيم |
۸ |
د کرنيزو نباتاتو مضره حشرې او کنې |
۳ |
Ag PP 0642 |
تخصصي |
۶ |
درېيم |
۹ |
د سبزيجاتو ناروغۍ |
۲ |
Ag PP 0643 |
تخصصي |
۶ |
درېيم |
۱۰ |
د سبزيجاتو آفات |
۲ |
Ag PP 0644 |
تخصصي |
۶ |
درېيم |
۱۱ |
د ونو مضره حشرې او کنې |
۳ |
Ag PP 0645 |
تخصصي |
۶ |
درېيم |
۱۲ |
تر حاصل ټولولو وروسته ناروغۍ |
۲ |
Ag PP 0746 |
تخصصي |
۷ |
څلورم |
۱۳ |
ګټورې حشرې او کنې |
۲ |
Ag PP 0744 |
تخصصي |
۷ |
څلورم |
۱۴ |
آفت وژونکي |
۲ |
Ag PP 0743 |
تخصصي |
۷ |
څلورم |
۱۵ |
څيړنيزه پروژه ۱ |
۲ |
Ag PP 0747 |
تخصصي |
۷ |
څلورم |
۱۶ |
د ګدام/زيرمه ځای آفتونه |
۲ |
Ag PP 0745 |
تخصصي |
۷ |
څلورم |
۱۷ |
د نباتي ناروغيو او آفاتو قرنطين |
۲ |
Ag PP 0849 |
تخصصي |
۸ |
څلورم |
۱۸ |
د ونو ناروغۍ |
۳ |
Ag PP 0850 |
تخصصي |
۸ |
څلورم |
۱۹ |
د کرنيزو نباتاتو ناروغۍ |
۳ |
Ag PP 0851 |
تخصصي |
۸ |
څلورم |
۲۰ |
څيړنيزه پروژه ۲ |
۲ |
Ag PP 0847 |
|
۸ |
څلورم |