ځنګلونواوطبيعي زېرموډيپارټمنټ

ځنګلونواوطبيعي زېرموډيپارټمنټ

بسم الله الرحمن الرحیم

لنډه پېژندنه

 

نوم: پوهنمل عبدالرشید ویاړ

تحصیل درجه: ماسټر

دنده: د ځنګلونو اوطبیعی زیرمو څانګې استاد او امر

پوهنیم عبدالرشید ویاړ د ډاکټر فرید  زوی په ۱۳۶۴ هـ ش کال کې پکتیا ولایت د سیدکرم ولسوالي د خنډ خیلو د قوم دوزیرخیلو  په کلي کې زیږیدلی دي. لومړنی زده کړی یې د کډوالی په مهال د پاکستان د هنګو سیمې اړونده دزرګری  د حضرت امام ابو حنیفه  په لومړنی ښوونځي کې او منځنۍ دپکتیا ولایت دسیدکرم ولسوالی دکندرخیلو په عالی لیسه کې ، ثانوی زده کړی یې دمرکز کابل دخوشحال خان په عالی لیسه کی او د خپلی سیمې د کندرخیلو په عالی لیسه  کې پای ته ورسولي.

عبدالرشید ویاړ تر کانکور ازموینې وروسته په ۱۳۸۷ هـ ش کال کې د پکتیا پوهنتون د کرنې په پوهنځی کې شامل او په ۱۳۹۰ هـ ش کال کې د همدې پوهنځی د ځنګلونواوطبیعی زیرموله څانګې څخه د لوړو نمرو په اخیستلو سره په لومړی درجه فارغ شو. عبدالرشید ویاړ تر فارغیدو وروسته بی له ځنډه  د پکتیا پوهنتون، کرنې پوهنځی د ځنګلونواوطبیعی زیرمو په ډیپارتمنت کې د مرستیال استاد په صفت دنده پیل کړه.

پوهنیار عبدالرشید ویاړ شپږ کاله اویولس میاشتی د یاد شوی دیپارتمنت د امریت ترڅنګ تدریس او څېړنې په چارو کې دنده ترسره کړې او په ۱۳۹۵ هـ ش کال کې د لوړو زده کړو لپاره د هندوستان هېواد FRI (Forest research Institute Deemed  University)  پوهنتون ته ولېږل شو او هلته یې د هندوستان په یاد شوی پوهنتون کې د چاپیریال ساتنی د مدیریت په څانګه کې د ماسټری زده کړي په ډېر لوړه درجه بشپړی کړې او په ۱۳۹۷ هـ ش کال کې هېواد ته راستون شو چې تر راستنیدو سره سم یې د پکتیا پوهنتون د کرنې پوهنځی د ځنګلونواوطبیعی زیرمو په دیپارتمنت کې د استاد او د همدې ځانګې امر په صفت خپلې دندې ته دوام ورکړ.

د یادونې وړ ده چې پوهنیار عبدالرشید ویاړ په تیرو  کلونو کې د تدریس، څيړنې او اداری چارو ترڅنګ زیات شمېر څېړنېزی او غیری څېړنیزې مقالې لیکلي دي چې زیاتره یې څېړنیزې بڼه لری او په ملي او نړیوالو علمي مجلو او ژورنالونو کې به چاپ او نشر شي .

د لوى څښتن په پاک او سپيڅلي نامه

د ځنګلونو او طبیعي زېرمو څانګه

لرلید(Vision)

د ځنګلونو او طبيعي زېرمو څانګه به دپکتیا پوهنتون د زراعت پوهنځي په چوکاټ کې  د هيواد په کچه يو مخکښه  تحصيلي ځانګه وي.

رسالت(Mission)

د ځنګلونو او طبيعي زېرمو څانګه به د هيواد په کچه يوه داسې تحصيلي اداره وي چې د ځنګلونو او طبيعي زېرمو د سالم مديريت او چاپېريال ساتنې اړوند برخو لپاره د اړتيا مطابق ماهر او په مسلک پوی فارغان ټولنې ته وړاندې کوي.

 

 

ګڼه

نوم او تخلص

تحصيلي کچه

علمي رتبه

دنده

د اړيکو شمېره

برېښناليک

۱

عبدالرشید ویاړ

ماسټر

پوهنمل

آمر

0093773106040

Abdulrashidwiar@gmail.com

۲

خانزاد ګل ځاځی

ماسټر

پوهنمل

استاد

0093776769079

Khanzada.zazai@gmail.com

 

۳

مجیب الرحمن عارض

ماسټر

پوهنوال

استاد

 

 

۴

محمد اسماعیل لاروی

ماسټر

پوهنمل

استاد

 

i.larawai@gmail.com

 

۵

فرهاد سلطان زوی

ماسټر

پوهنمل

استاد

 

 

۶

عبدالمتین نوری

ماسټر

پوهنمل

استاد

 

 

 

۲ ـ د ځنګلونو او طبيعي زېرمو تشکيل:

 

 

نوم: پوهنیار عبدالرشید ویاړ

تحصیل درجه: ماسټر

دنده: د ځنګلونو اوطبیعی زیرمو څانګې استاد او امر

 

پوهنیار عبدالرشید ویاړ د ډاکټر فرید  زوی په ۱۳۶۴ هـ ش کال کې پکتیا ولایت د سیدکرم ولسوالي کې زیږیدلی دي. لومړنی زده کړی یې د کډوالی په مهال د پاکستان د هنګو سیمې اړونده د زرګری  د حضرت امام ابوحنیفه او ثانوی زده کړی یې د مرکز خوشحال خان په عالی لیسه او کندرخیلو په عالی لیسه  کې پای ته ورسولي؛ نوموړي په ۱۳۸۷ لمريز کال کې د پکتيا پوهنتون په کرنې پوهنځي کې تحصيل پيل او په ۱۳۹۰ لمريز کال د ځنګلونو او طبيعي زېرمو له څانګې څخه فارغ او په ۱۳۹۱ لمريز کال کې د ياد ډيپارټمنټ کادري غړی شو.

ښاغلي وياړ د هندوستان هيواد پهFRI (Forest research Institute Deemed  University)  پوهنتون د چاپیریال ساتنی د مدیریت په څانګه کې د ماسټری زده کړي بشپړې کړېدي.

د یادونې وړ ده چې پوهنیار عبدالرشید ویاړ په تیرو  کلونو کې د تدریس، څيړنې او اداری چارو ترڅنګ زیات شمېر څېړنېزی او غیری څېړنیزې مقالې لیکلي دي چې زياتره يې په ملي او نړيوالو ژرنالونو او علمي مجلو کې خپرې شوېدي. نوموړی دا مهال د پکتيا پوهنتون، کرنې پوهنځي د ځنګلونو او طبيعي زېرمو د څانګې آمر دی.

تحصيلي اسانتياوې او تدريسي مواد:

د ځنګلونو او طبيعي زیرمو په ډيپارټمنټ کې شته امکانات؛ د څانګې کتابتون، مجهزې تدريسي خونې، تحقيقاتي فارم او د عملي کار وسايل دي؛ د عملي کار وسيلې: لېول ماشين، کليپر(د قطر معلومولو آله)، د ځنګلي ونو د ارتفاع معلومولو آله(بلوم لايز)، قطب نما.

مرام:

د ځنګلونو او طبيعي زېرمو په څانګه کې د مسلکي او فني کسانو روزل.

ارزښتونه( Values)

د اسلام د سپيڅلي دين ټولو ارزښتونو ته بشپړ درناوی؛

باکيفيته لوړې زده کړې؛

د ملي يوالې، انساني او اخلاقي ارزښتونه ځواکمتنتيا او ملاتړ؛

سالمه اداره، عدالت او اغېزمنتوب؛

د څانګې په چاپېريال کې له هر ډول تبعيض او بدبينۍ څخه مخنيوی؛

د څانګې په ټولو چارو کې د روڼتيا، رښتينولي،ژمنتيا، متقابل احترام او درناوي فضا رامنځته کول.

موخې

ټولنې ته د ليسانس په کچه د علمي، فني او مسلکي کادرونو وړاندې کول؛

د ويجاړو شويو ځنګلونو، څړځايونو او ټولو طبيعي زېرمو د ساتنې په اړه عامه پوهاوی؛

د ځنګلونو او طبيعي زېرمو اړوند مواردو په اړه پاليسي سازې څېړنې تر سره کول؛

له طبيعي زېرمو څخه د استفادې او مديريت په موخه د داسې اغېزمنې ټيکنالوژي معرفي چې له چاپېريالي شرايطو سره اړخ ولګوي؛

له طبيعي سرچينو څخه د حمايت په موخه د بشري منابعو د پرمختيايي پروسي ځواکمنتيا.

د ځنګلونو او طبيعي زېرمو څانګې اهميت

د شلمې پېړۍ له دويمې نيمايي راهيسې د نړۍ په کچه د خوراکي توکيو د کموالي، اقليمي بدلونونو ... او د طبيعي زېرمو د ويجاړتيا په څېر ننګونکي بحراني مسايل د علومو او څېړنو محوري ټکې وګرځېدل. اوس مهال د نړۍ، سيمې او هيواد اوسنيو غوښتنو ته په کتو د ځنګلونو او طبيعي زېرمو په عرصه کې تحصيل او څېړنو ته د جدي اړتيا په نظر کتل کېږي.

د ځنګلونو او طبيعي زېرمو څانګه د پکتيا پوهنتون هغه  تحصيلي او څېړنيز واحد دی چې د ځنګلونو، څړځايونو، ملي پارکونو، وحشي ژويو او د ژوند چاپېريال اړوند مديريتي مسايل شاربي. د يادې څانګې محصلانو ته د شرايطو او امکاناتو مطابق د ځنګلونو او طبيعي زېرمو د پايښت لرونکي مديريت اړوند پوهې او مهارت تر لاسه کولو په موخه د تيوريکي او عملي زده کړو شرايط برابر شويدي.

د ځنګلونو او طبيعي زېرمو په څانګه کې د محصلينو د رزونې تر څنګ په اړوند برخه کې د استادانو او محصلينو له لوري اړينې څېړنې، تاليفات او ژباړې کېږي چې د ټولنې په پرمختګ کې پاموړ اغېز لري.

د ځنګلونو او طبیعي زېرمو د څانګې کتلاګ لاندې لینک کې کتلای شی.

https://shorturl.at/devt7  

د ځنګلونو او طبیعي زیر مو څانګې بروشورپه لاندې لینک کې کتلای شئ.

https://shorturl.at/NPvJ0

د ځنګلونو او طبیعي زیرمو څانګې د مرور دوره ای مکتوب

https://shorturl.at/7zRZF

د مرور دوره ای راپور

https://short-url.cc/1ByMu