کرنیزاقتصاد او پرختیا څانګه

لرلید

د کرنیز اقتصاد او پراختیا څانګه د مخکښې څانګې په توګه هڅه کوي، چې متخصص کادرونه وروزي او د ټولنې اړتیاوو ته په کتو اغېزمنې څېړنې او معیاري خدمتونه تر سره کړي.

ماموریت

د ټولنې او بازار اړتیا ته په کتو سره متخصصو کادرونو روزل. د علمي تجربو او مهارتونو پر مټ د کرنې سکتور علمي، عصري او پایداره کرنې لپاره هڅې تر سره؛ تر څو ټولنه، سیمه او هېواد د چټکې پراختیا، پایداره رفاه او خوراکي توکو په ډګر کې ځان بسیاینې لور ته رهبري کړي.

موخې

  1. د ټولنې لومړیتوبونو پر بنسټ د هغوئ د ستونزو په تشخیص او حل لارو موندلو کې هڅه کول.
  2. د کار بازار اړتیاوو په پام کې نیولو سره محصلانو ته د داسې مسلکي چاپېریال برابرول، او د اړونده علمي طرحو، آرونو او تیوريګانو لېږد او تطبیق کول.
  3. د موجوده سرچینو د ښه مدیریت او رهبري پر بنسټ د محصلانو شخصیت او ظرفیت لوړول.
  4. د کرنیز سکتور عصري کولو په پار بزګرانو او مالدارانو ته د مناسبې ټکنالوژي ورپېژندل او ترویجي خدمتونه وړاندې کول.
  5. بزګرانو او مالدارانو ته د ورکشاپونو او عامه پوهاوي له لارې د معلوماتو لېږدول.
  6. د خوراکي امنیت او مصؤنیت تامین په پام کې نیولو سره د کرنیزو او مالداري محصولاتو د تولید کچه لوړول.
  7. د علمي څېړنو او ترویجي کړنو په پام کې نیولو سره دوامداره پرمختګ رامنځته کول.

 

یاد لرلید او ماموریت د کرنیز اقتصاد او پراختیا څانګې (  ۱۳) ګڼه پروتوکول ( ۱۴۰۲/۱۱/۲۹) نېټې علمي ناستې کې تائید دی

 

نوماند پوهنیار محمد معصوم حسین خیل

د کرنیز اقتصاد او پراختیا څانګې آمر

د کرنیز اقتصاد او پراختیا څانګې لنډه تاریخچه

کرنیز اقتصاد او پراختیا څانګه د یو تحصیلي واحد په توګه په ۱۳۸۷ هـ.ش کال، د کرنې پوهنځی په اډانه کې را منځته شوه. د کرنیز اقتصاد او پراختیا څانګې په ۱۳۹۳ ل ل کال د لومړي ځل لپاره د کانکور ازموینې له لارې محصلان جذب کړل.

د کرنیز اقتصاد او پراختیا څانګه د پکتیاپوهنتون د کرنې پو هنځی هغه  تدریسي، څېړنیز، اداري او بنسټیز علمي واحد دی، د دې لپاره کار کوي چې څنګه محدودې سرچینې په موثر او مطلوب ډول د نباتي او حیواني تولید د لاسته راوړلو لپاره ځانګړې شي. همدارنګه د کرنیزو تولیداتو بازار موندنه، د کرنې د نویو روشونو خپرښت، احصایوي تحلیلونو، د ځېړنیزو پروژو مدیریت، تمویل، د کرنیز معاملاتو مدیرت، کلیوالي پراختیا، کرنیزې پلانګذارۍ او د فارم مدیرت اړوند فعالیتونه،  د څېړنې او بزګر تر منځ د اړیکو ټینګښت او داسې نور اړوند فعالیتونه تر خپل پوښښ لاندې راولي. د کرنیز اقتصاد او پراختیا څانګه د کریکولم مطابق د پوهې کچې او سويې لوړولو ته د زمینې په برابرولولو سره  د زده کړیزو تطبیقاتو، زده کړییزو پروژو، سمینارونو او د زده کړیالانو  او استادانو د کنفرانسونو د چارو پر مخ بولو ترڅنګ، د خدمتونو وړاندي کولو په موخه د علمي څیړنو چارې پر مخ  وړل او تنطیمول په غاړه لري. یاده څانګه د زده کړو پلانونو او برنامو  د ترتیب او کنترول سربیره د تحصیلي بورسونو، زده کړو برنامو  او د دیپارتمنت  د علمي کادر د غړو د علمي او څیړنیزو برنامو د مستحقو کارمندانو معرفي او د علمي کادر غړو د آثارو ارزونه، چې له نورو مراجعو څخه  دیپارتمنت ته  رالیږل کیږي هم له خپلو دندو څخه بولي.

 

دکرنیز اقتصاد اوپراختیا څانکی لینکونه

https://shorturl.at/EDYj4

د کرنیز اقتصاد څانګې د ۱۴۰۳-۱۴۰۷ کال ستراتیژیک پلان

https://shorturl.at/ZtJFp

د کرنیز اقتصاد څانګې کتالوګ ۱۴۰۴

https://shorturl.at/7AKox

د کرنیز اقتصاد څانګې تاریخجه لرلید او ماموریت

https://shorturl.at/hiNn3

د کرنیز اقتصاد څانګې ۱۴۰۴ کال بروشر

https://shorturl.asia/8Lfx3

د کرنیز اقتصاد څانګې د کادري غړو نوی لیست

 

د کرنيزاقتصاد او پراختیا څانګی  د علمي کادرغړي ( استادان)

تحصيلي درجه

نوم، تخلص اوعلمي رتبه

شمېر

ډاکټر

پوهنمل دوکتور محمد داود احمدزی

۱

ماستر

پوهندوی محمودمهرووال

۲

ماستر

پوهنمل  نجیب الله احمدزی

۳

ماستر

پوهنیار محمدایوب داودزی

۴

ماستر

پوهنمل محمدکریم احمدزی

۵

لسانس

پوهنمل محسن الله عرفان

۶

لسانس

پوهنیار عبدالودود نوري

۷