د قراردادونو د اعلان په اړه

pu_admin
qra

د قراردادونو د اعلان په اړه

پکتیا پوهتون د (۱۴۰۰) مالي کال لپاره په لاندې برخو کې قراردادونه اعلان ته سپاري، په شرایطو برابر شرکتونه کولی شي چې د ۱۳/۱۱/۱۳۹۹ څخه تر ۰۴/۱۲/۱۳۹۹ نېټې پورې د شرطنامو د اخیستلو لپاره خپل غوښتنلیکونه د پکتیا پوهنتون ریاست مالي او اداري چارو معاونیت د تدارکاتو عمومي مدیریت ته وسپاري او همدارنګه خپل افرونه په شرطنامه کې درج شویو شرایطو، د تهیه او تدارکاتو قانون او طرزالعمل پر بنسټ ډک کړي:

لومړۍ: د قرطاسیه باب قرارداد چې د افر تضمین یې (۱۱۲۹۸۸) افغانۍ ده.

دویم: د لیلیې لپاره د اعاشوي موادو قرارداد چې د افر تضمین یې (۴۶۵۰۰۰) افغانۍ ده.

دریم: د روغنیاتو او محروقاتو قرارداد چې د افر تضمین یې (۱۸۸۰۰۰) افغانۍ ده.

د یادونې وړ ده چې پورته اعلانونه د پکتیا ولایت مقام، پکتیا ولات ملي راډیو ټلویزیون او د لوړو زده کړو وزارت له لارې هم اعلان ته سپارل کیږي.

اداره

 

Latest announcements

Mon, Jun 14 2021 11:07 AM
Background image

!پکتیا پوهنتون کادري ازموینې اخیستنې خبرتیا

پکتیا پوهنتون کادري ازموینې اخیستنې خبرتیا!

 

دا چې پکتیا پوهنتون د کرنې پوهنځي د اګرانومي څانګې یو خالي بست ، چې د ۱۳۹۸ کال د حوت میاشتې ۱۲ مې څخه تر حوت ۲۶ مې نیټې پورې . . .

Back to announcements