د قراردادونو د اعلان په اړه

pu_admin
qra

د قراردادونو د اعلان په اړه

پکتیا پوهتون د (۱۴۰۰) مالي کال لپاره په لاندې برخو کې قراردادونه اعلان ته سپاري، په شرایطو برابر شرکتونه کولی شي چې د ۱۳/۱۱/۱۳۹۹ څخه تر ۰۴/۱۲/۱۳۹۹ نېټې پورې د شرطنامو د اخیستلو لپاره خپل غوښتنلیکونه د پکتیا پوهنتون ریاست مالي او اداري چارو معاونیت د تدارکاتو عمومي مدیریت ته وسپاري او همدارنګه خپل افرونه په شرطنامه کې درج شویو شرایطو، د تهیه او تدارکاتو قانون او طرزالعمل پر بنسټ ډک کړي:

لومړۍ: د قرطاسیه باب قرارداد چې د افر تضمین یې (۱۱۲۹۸۸) افغانۍ ده.

دویم: د لیلیې لپاره د اعاشوي موادو قرارداد چې د افر تضمین یې (۴۶۵۰۰۰) افغانۍ ده.

دریم: د روغنیاتو او محروقاتو قرارداد چې د افر تضمین یې (۱۸۸۰۰۰) افغانۍ ده.

د یادونې وړ ده چې پورته اعلانونه د پکتیا ولایت مقام، پکتیا ولات ملي راډیو ټلویزیون او د لوړو زده کړو وزارت له لارې هم اعلان ته سپارل کیږي.

اداره

 

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۱/۳/۷ - ۲۳:۳
Background image

د پکتیکا لوړو زده کړو مؤسسې علمي کادري بستونو اعلان

د پکتیکا لوړو زده کړو مؤسسې علمي کادري بستونو اعلان!
د پکتیکا لوړو زده کړو مؤسسه ۱۴۴۳ هـ ق کال لپاره په لومړي ځل لاندې څانګو کې د دوکتورا، ماسټرۍ  او لېسانس په کچه علمي کادر ته اړتیا . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۲/۲۷ - ۲۳:۲۶
Background image

د پکتیا پوهنتون کادري بست اعلان


د پکتیا پوهنتون کادري بست اعلان!

د پکتیا پوهنتون په لاندې څانګو کې د ۱۴۴۳ هـ ق کال د دوکتورا، ماسټرۍ او لېسانس په کچه علمي کادرونو ته اړتیا لري:

پوهنځی: ښوونه او روزنه

ډيپارټمنټ: در . . .

یکشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۹ - ۱۳:۵۹
Background image

پکتیا پوهنتون ته د نویو بریالي شویو محصلانو د نوم لیکنې خبرتیا!

پکتیا پوهنتون ته د نویو بریالي شویو محصلانو د نوم لیکنې خبرتیا!

۱- ټاکل شوې ده چې راتلونکې شبنه چې د 1401 / 1 / 6نیټې سره سمون لري د نویو بریالیو(عمومي، اختصاصي او شپې پوهنځیو) محصلانو . . .

Back to announcements