د ۱۴۰۱ کال، حمل ۲۳ مه، پکـــتیا پوهــــنتون

pu_admin
Mon, Apr 25 2022 9:32 AM
a

د ۱۴۰۱ کال، حمل ۲۳ مه، پکـــتیا پوهــــنتون

د پکتـــیا پوهنتون د حقوقو او سیــــاسي علــومو پوهـنځي له دوو څانګـو څخه۱۱۷ تنه زده کړیــــــــــالان فــارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړانــــدې شــــول.

ناسته له معمول سره سم د قرانکریم په څو مبارکو ایاتونو پيل شوه.

لومړی د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي رئیس پوهنیار عبدالمتین جلیلي د ناستې ګډونوالو ته د ښه راغلاست وینا وکړه.

ښاغلي جلیلي د پکتیا پوهنتون حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي پر تاریخچه خبرې وکړې، هغه له پکتیاوالو څخه هم مننه وکړه، چې د پوهنتون په ساتنه او پرمختګ کې یې ورسره پوره همکاري کړې.وروسته د پکتیا پوهنتون رئیس پوهنمل عبیدالله اخندزاده په اسلامي ټولنه کې د سیاسي علومو پر ارزښت خبرې وکړې او په خبره یې په ټولنه کې ژوند له سیاست سره تړلی هغه اصلا سیاست د عدالت او رښتینولي دویم نوم یاد کړ.پوهنتون رئیس د نوی اسلامي نظام پر ارزښت، ضرورت او اړتیاوو خبرې وکړې او فارغ التحصیل زده کړیالانو څخه یې غوښتنه وکړه، چې په پوره اخلاص او صداقت دي له نوي اسلامي نظام سره کار وکړي.

نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

Latest news

Sat, May 17 2025 10:28 AM
Background image

د پکتيا پوهنتون او ملي لوړو زده‌کړو موسسې ترمنځ د همکاریو ګډ هوکړه لیک لاسليک شو.

د پکتيا پوهنتون او ملي لوړو زده‌کړو موسسې ترمنځ د همکاریو ګډ هوکړه لیک لاسليک شو.

چهارشنبه د ۱۴۴۶ کال ذوالقعدې میاشتې ۱۶مه، چـــــې د ۱۴۰۴ ه ش کال غويي میاشتې له ۲۴مې سره سمون لري، د. . .

Thu, May 15 2025 9:18 AM
Background image

پکتیا پوهنتون کې د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د ژورنالیزم څانګې بېلا بېلو ټولګیو محصلانو ته درې ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېده.

کتیا پوهنتون کې د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د ژورنالیزم څانګې بېلا بېلو ټولګیو محصلانو ته درې ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېده.

چهارشنبه د ۱۴۴۶ کال ذوالقعدې میاشتې ۱۶مه، چـــــې د ۱۴۰۴ ه. . .

BACK TO NEWS