د ۱۴۰۲ کال، جوزا ۲۸مه، پکتیا پوهنتون

pu_admin
Mon, Jun 19 2023 9:10 AM

نن یکشنبه د جوزا میاشتې (۲۸)مه چې د ذی القعدې له (۲۹)مې سره سمون لري، د پکتیا پوهنتون تضمین کیفیت کمېټې غړو ناسته ددې پوهنتون د رئیس پوهنمل عبیدالله اخندزاده تر مشرۍ لاندې دائره شوه.
ناسته کې چې د علمي چارو مرستیال پوهندوی سیف الرحمن روهي، مالي او اداري چارو مرستیال سیف الله محمدي، د تضمین کیفیت امر پوهنمل نوراجان عاطف او د کمېټې غړو برخه درلوده، پیل یې له معمول سره سم د قران پاک په څو مبارکو ایاتونو سره وشو.
لومړی د پوهنتون رئیس پوهنمل عبیدالله اخندزاده ګډونوالو ته د ښه راغلاست او هر کلي ویلو تر څنګ د تضمین کیفیت دریم پړاو ته د چارو ښه تنظیم په موخه مننه وکړه.
ښاغلي اخندزاده همدارنګه له استادانو څخه وغوښتل چې د تل په څېر چارې لا منظمې او ګړندۍ کړي، تر څو وکولای شي د تضمین کیفیت دریم پړاو په خورا ښه شکل طی مراحل کړي.
همدارنګه د علمي چارو مرستیال پوهندوی سیف الرحمن روهي له ګډونوالو څخه د مننې ترڅنګ  د پوهنتون په داخل کې د تشکیل شویو کمېټو د چارو د ښه تنظیم ډاډ ورکړ او پر خبره یې کومې برخې چې نیمګړتیاوې لري، دوی او د کمېټو غړي استادان هڅه کوي ژر یې حل کړي.
وروسته ناسته کې له اجنډا سره سم د لابراتوارونو د چارو ښه تنظیم، د تضمین کیفیت لپاره عملیاتي پلان، د یو شمېر کمېټو لپاره د موادو پر جوړښت او  نورو موضوعاتو بحث وشو او د ځینو مسائلو په اړه وروستی تصمیم هم ونیول شو.

نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

 

Latest news

Thu, Jun 04 2026 9:09 AM
Background image

Constraction of a hospital waste incinerator at Paktia University Teaching Hospital, an investment valued at several hundred thousand Afghanis.

Dr. Rahmatullah Munib, head of the hospital, stated that this 400,000 Afghani incinerator, funded by PUMI, will significantly enhance the standardization and organization of hospital. . .

Sat, May 23 2026 11:47 AM
Background image

Pakti’s two-days Entrance Exam for academic year (2026) concluded on Friday (22/05/2026)

Pakti’s two-days Entrance Exam for academic year (2026) concluded on Friday (22/05/2026)

 The examination, conducted over two days, was administered by Paktia University in. . .

BACK TO NEWS