پکتیا پوهنتون کې د زون په سطحه د خصوصي پوهنتونونو او موسسو استادانو او کارمندانو ته د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو د پروسې اړوند درې ورځنی ورکشاپ دائر شو

pu_admin
Sun, Jul 28 2024 5:48 PM
b

د تضمین کیفیت او عتبار ورکولو دغه ورکشاپ چې پکې د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو رئیس استاد شاکرالله وحیدي، د پکتیا پوهنتون علمي چارو مرستیال پوهنمل عبدالله مسلم او د پکتیا دینې جامعې د مسؤلینو سربېره پکې د زون په سطحه د خصوصي پوهنتونونو مسؤلین او استادان برخه لري، پیل یې د شرعیاتو پوهنځي د استاد مولوي محمد صادق درویش له لوري د قران پاک په څو مبارکو ایاتونو سره وشو.

لومړی د پوهنتون علمي چارو مرستیال پوهنمل عبدالله مسلم د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو ریاست رئیس استاد شاکرالله وحیدي، د بېلا بېلو خصوصي پوهنتونونو مسؤلینو، استادانو او د تالار ګډونوالو ته  ښه راغلاست او هرکلی وویلو او ورڅخه یې مننه وکړه، چې د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو په دغه ورکشاپ کې یې برخه اخیستې.

ورپسې د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو ریاست رئیس استاد شاکرالله وحیدي د درې ورځنی ورکشاپ پر ارزښت، اهمیت او ورته پر اړتیا مفصلې خبرې وکړې.

ښاغلي وحیدي تضمین کیفیت یوه نوې پروسه نه بلکې یو معمول یاد کړ، چې پر وینا یې له دې لارې پوهنتونونه او موسسې خپلې چارې ښې منظمې او ترتیب کولای شي.

وروسته د ورکشاپ په لومړۍ ورځ د پوهنمل محمد امین احمدزي او پوهنمل قدرت الله ځواک له لوري د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو پر لومړي، دوهم، درېیم او څلورم معیار ترتیب کړي، پريزینټېشنونه ارایه او د ګډونوالو پوښتنو ته یې ځوابونه ورکړل.

د یادونې وړ دی چې په دغه درې ورځني ورکشاپ کې به د تضمین کیفیت پر چوکاټ او جوړښت د پوهنتونونو او موسسو په کچه د اکاډميک اعتبار ساتلو پر معیارونو، د علمي پروګرانو پر ايجاد، بېلابېلو مديريتي مهارتونو او ورته نورو مهمو علمي او اداري موضوعاتو اړوند اړین موارد تشریح شي.

Latest news

Wed, Jan 15 2025 2:07 PM
Background image

پکتیا پوهنتون کې د بېلا بېلو برخو او څانګو آمرینو ته د پرمختللې رهبري تر سرلیک لاندې څلور ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېده.

پکتیا پوهنتون کې  د بېلا بېلو برخو او څانګو آمرینو ته د پرمختللې رهبري تر سرلیک لاندې څلور ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېده.

چهارشنبه د ۱۴۴۶ کال، رجب المرجب میاشتې په ۱۴مه، پکتیا پوهنتون کې . . .

Wed, Jan 15 2025 12:04 PM
Background image

.دپکتیاپوهنتون په داخل کې د یوباب دوه اطاقه کانتین قرارداد د اعلان په اړه

دپکتیاپوهنتون په داخل کې د یوباب دوه اطاقه کانتین قرارداد د اعلان په اړه.

پکتیاپوهنتون اداره غواړي د مراجیعینو د سهولت او د افغانستان اسلامي امارت عوایدو لوړیدو په موخه د ياد پوهنتون. . .

Sat, Dec 28 2024 2:13 PM
Background image

د پکتیا پوهنتون علمي کادري بست خبرتیا !

د پکتیا پوهنتون علمي کادري بست خبرتیا !

پکتیا پوهنتون طب پوهنځي  د لومړي ځل لپاره په لاندې ذکر شوې څانګه کې د دوکتورا، ماسټرۍ او لیسانس په کچه علمي کادر ته اړتیا لري.

طب پوهنځي:

 اور. . .

BACK TO NEWS