د ۱۴۰۰ کال، کب ۲۵ مه، پکتیا پوهنتون
د ۱۴۰۰ کال، کب ۲۵ مه، پکتیا پوهنتون
چهارشنبه د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو په موخه پکتیا پوهنتون کې جوړ شوی، دوه ورځنی ورکشاپ پای ته ورسیده.
د ورکشاپ په ورستۍ ورځ د تضمین کیفیت رئیس شاکرالله واحیدي د پکتیا پوهنتون له رهبري او ټولو ګډونوالو څخه مننه وکړه، چې زیار یې ایستلی او ورسره یې په ورکشاپ کې برخه واخیسته .
د یادونې وړ ده چې دغه ورکشاپ د لوړو زده کړو وزارت تضمین کیفیت ریاست له لوري د زون په کچه جوړ شوی وه، چې پر پکتیا پوهنتون سربیره د خوست، غزني، لوګر او پکتیکا ولایتونو دولتي او خصوصي پوهنتونونو او موسسو استازو پکې برخه درلوده.
نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت