د ۱۴۰۱ کال، ثور ۱۹ مه، پکتیا پوهنتون
د ۱۴۰۱ کال، ثور ۱۹ مه، پکتیا پوهنتون
د پکتیا پوهنتون رئيس پوهنمل عبیدالله اخندزاده په هغه انلاین ناسته کې برخه واخیسته چې د لوړو زده کړو وزارت له لوري د دولتي پوهنتونونو او زوني مسؤلینو سره جوړه شوې وه.
په دې انلاین ناسته کې د لوړو زده کړو وزارت د دعوت ارشاد رئیس شیخ شاکرالله وحدت له یادو مسؤلینو وغوښتل، چې په کارونو کې له صداقت کار واخلي او د جعل کارۍ مخه ونیسي.
دغه راز نوموړي وویل: " د دیني اسنادو د ارزیابۍ په پروسه کې باید له قوم پرستۍ او سمت پرستۍ ځان وساتل شي او د ټولو غوښتونکو کارونو ته پر وخت رسېدنه وشي."
همدارنګه په یاده ناسته کې د ګډونوالو نظرونه واورېدل شول او د هغوی پوښتنو ته ځوابونه ورکړل شول.
نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت