د ۱۴۰۱ کال، ثور ۱۹ مه، پکتیا پوهنتون

pu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۲/۲۰ - ۱۰:۴۰
a

د ۱۴۰۱ کال، ثور ۱۹ مه، پکتیا پوهنتون
د پکتیا پوهنتون رئيس پوهنمل عبیدالله اخندزاده په هغه انلاین ناسته کې برخه واخیسته چې د لوړو زده کړو وزارت له لوري د دولتي پوهنتونونو او زوني مسؤلینو سره جوړه شوې وه.
په دې انلاین ناسته کې د لوړو زده کړو وزارت د دعوت ارشاد رئیس شیخ شاکرالله وحدت له یادو مسؤلینو وغوښتل، چې په کارونو کې له صداقت کار واخلي او د جعل کارۍ مخه ونیسي.
دغه راز نوموړي وویل: " د دیني اسنادو د ارزیابۍ په پروسه کې  باید له قوم پرستۍ او سمت پرستۍ ځان وساتل شي او د ټولو غوښتونکو کارونو ته پر وخت رسېدنه وشي."
همدارنګه په یاده ناسته کې د ګډونوالو نظرونه واورېدل شول او د هغوی پوښتنو ته ځوابونه ورکړل شول.

نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۹:۳۲
Background image

د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر د پکتیا پوهنتون له روانو رغنیزو پروژو څخه لیدنه وکړه

د لوړو زده کړو وزارت وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې، په پکتیا پوهنتون کې د لیلیې او مسجد شریف له رغنیزو پروژو څخه لیدنه او څارنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۹:۳۴
Background image

پکتیا پوهنتون کې د شپږ پوړیزې لیلیې ودانۍ پاتې چارې پیل شوې.

پکتیا پوهنتون کې د لوړو زده کړو وزارت د پراختیایي بودیجې څخه د څه باندې شل میلیونه او ۴۰۰ زره افغانیو په ارزښت د یوې بلې شپږ پوړیزې لیلیې ودانۍ د پاتې چارو د بشپړولو پروژه پیل شوه.

د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۲ - ۱۵:۳۵
Background image

د پکتیا پوهنتون اړوند تدریسي روغتون کې د سلګونو زرو افغانیو پر ارزښت د روغتوني کثافاتو سوځولو بټۍ د جوړولو چارې پیل شوې دي

د پکتیا پوهنتون اړوند تدریسي روغتون د رئیس ډاکټر رحمت الله منیب پر خبره چې په تدریسي روغتون کې د څلور سوه زره افغانیو پر ارزښت د روغتوني کثافاتو سوځولو دغه بټۍ چې د پیومايي موسسې پر. . .

BACK TO NEWS