د ۱۴۰۱ کال، حمل ۱۵ مه، پکتیا پوهنتون
د ۱۴۰۱ کال، حمل ۱۵ مه، پکتیا پوهنتون
نن دوشنبه د پکتیا پوهنتون رئیس پوهنمل عبیدالله اخندزاده ، محصلانو چارو مرستیال پوهنمل نقیب الله ځاځي او امتحاناتو کمېټې غړو په ګډه د تشدیدي سمستر له ازموینو څخه لیدنه وکړه.
د پوهنتون رئیس په خبره هره ورځ د ازموینو له جریان څخه خبریږي، هیڅ ډول ستونزه نشته، ټول زده کړیالان پرته له کوم تشویش څخه په ډاډه زړه خپلې ازموینې ورکوي.
د هغه پر خبره د ازموینو له پای ته رسیدو سره سم به پسرلنی سمستر پیل شي او زده کړیالان به خپلو زده کړو ته راوګرځي.
نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت