د ۱۴۰۱ کال، سلواغې څلورمه،پکتیا پوهنتون
د ۱۴۰۱ کال، سلواغې څلورمه،پکتیا پوهنتون
د علمي شورا ناسته ددې پوهنتون د رئیس پوهنمل عبیدالله اخندزاده تر رهبري لاندې دائره شوه.
ناسته کې چې د پوهنتون مرستیالانو، پوهنځیو رئیسانو، امرینو او استادانو برخه درلوده، پیل یې له معمول سره سم د مولوي محمد خان روحاني له لوري دقرانکریم په څو مبارکو ایاتونو وشو.
ورپــسې د پوهــنتون رئیس پوهـــنمل عبیــــدالله اخندزاده د ناستې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ هغوی ته په چارو کې د بریا هیله څرګنده کړه.
نوموړي د کیفیت لوړولو په موخه یو شمېر مسائل په شورا کې مطرح کړل، چې په اساس یې وکولای شي، د پوهنتون په معیار لوړولو کې ورسره پوره مرسته وکړي.
وروسته ناسته کې له اجنډا سره سم د ډیپارټمنټونو د چارو پر انسجام، د استادانو پر تقرر، ترفېعاتو او یو شمېر نورو مسائلو بحث وشو او د ځینو موضوعاتو په اړه وروستی تصمیم هم ونیول شو.
نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت