پکتیا پوهنتون کې د خالي علـــــــــــمي کادري بستـــونو لپاره آزموینه واخیستل شوه.
پکتیا پوهنتون کې د خالي علـــــــــــمي کادري بستـــونو لپاره آزموینه واخیستل شوه.
دوشنبه ۵ - ثور - ۱۴۰۱
په پکـتیا پوهــنتون کــې د پکـتیا پوهـنتون او لوګر، پکـتیکا لوړو زده کړو مؤســــسو د خالي علمي کادري بستونو ازموینه د دې پوهنتون د رئـــیس پوهنمل عبـــــیدالله اخنـدزاده، فوق العاده اســتازي قاضي عبدالواحد همت، علــــــــمي مرسـتیال پوهنمل سیـف الرحمن روهي او د ولایت مقام موظف هئیت په حضور کې په پوره شفافه او عادلانه فضا کې واخـــیستل شوه.
په پیــل کې د پکتـــیا پوهنــــــتون رئیس پوهنمــــل عبیدالله اخندزاده د آزموینې دترسره کېدو څرنګوالي په اړه خبـــــرې وکړې او له ټولو استادانو یې وغوښتل چې د آزمــــوینې بهیر په عادلانه توګه ترسره کړي او د آزمـــوینې پر مهال شفافیت او صداقت په پام کې ونیسي.
وروســـته د پکتیا پوهــنتون عـــــلمي مرستیـــــال پوهنمـــل سیف الرحــمن روهي د ازمویــــــنې ګـــډونوالو ته د ازموینې شرایط او اصول بیان کړل.
د یادونې وړ ده چې د جنــوب ختیځ زون پکتیا پوهنتون او لوګر، پکتیکا لوړو زده کړو مؤســـــــــسو لپاره په دې رقابتي آزموینه کې(۶۳) تنو وړ نوماندانو برخه اخیستې وه .
د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت