۱۴۴۵/۴/۲۳ د پکتیا پوهنتون علمي شورا ناسته
۱۴۴۵/۴/۲۳ د پکتیا پوهنتون علمي شورا ناسته
سه شنبه پکتيا پوهنتون کې د دې پوهنتون د رئیس مولوي عبدالحکیم حمدي تر مشرۍ لاندې د علمي شورا نوبتي ناسته دایره شوه.
ناسته کې چې د علمي چارو مرستيال پوهنمل عبدالله مسلم، محصلانو چارو مرستيال پوهنمل محمد نعيم وصال د پوهنځيو ريیس صاحبانو او د علمي شورا نورو غړو برخه درلوده، پيل يي له معمول سره سم د قرآن کريم په څو مبارکو ایاتونو سره وشو.
ورپسي د پوهنتون رئيس مولوي عبدالحکیم حمدي ګډونوالو ته د ښه راغلاست او هرکلي ويلو تر څنګ د شورا له ګډونوالو څخه د زړه له تله مننه وکړه، چې د افغانستان اقتصادي پرمختیا ملي کنفرانس کې یې ستړې وګاللې او له برکته یې کنفرانس په ښه ډول پای ته ورسېده.
ښاغلي حمدي همدارنګه د تضمین کیفیت چارو ته پاملرنه د ټولو ګډ مسؤلیت وګاڼه، چې له کبله یې وکولای شي، هغه برخې چې د تضمین کیفیت له اړخه ستونزې لري، رسیده ګي ورته وشي.
همدارنګه د عــــلمــــــي چارو مرستیال پوهنمل عبدالله مسلم د پوهنتون پر سطحه د کمېټو د چارو پر لا ښه تنظیم کولو له ګډونوالو سره مالومات شریک کړل.
ورپســـې د پوهنتون مــحصلانو چارو مرستیال پوهنمل محمد نعیم وصال د دوهــم سمستر پر وروستیو ازموینو او له هغوئ څخه پر منظمو لېدنو او تعقیب د علمي شورا له ګډونوالو سره مالومات شریک کړل.
وروسته ناسته کې له اجنډا سره سم پر ځينو موضوعاتو لکه د یو شمېر ډیپارټمنټونو د چارو پر انسجام، د استادانو پر تقرر او ترفېعاتو ازاد بحث وشو او د یو لړ موضوعاتو پر سر لازم تصامیم هم ونیول شول.
ناستــــه له مـــعــــمول ســـــره سم د دعائې په ويلو سره پای ته ورسېده.
نشراتو او عامه اړيکو عمومي مدیریت