۱۴۴۵/۷/۲ پکتيا پوهنتون
۱۴۴۵/۷/۲ پکتيا پوهنتون
یکشنبه د ستراتیژیک پلان کمېــټې نوبتي ناسته د علمي چارو مرستیال پوهنمل عبدالله مسلم تر مشــرۍ لاندې د مسلکي پراختیا مرکز په تالار کې دایره شوه.
ناسته کې چې د مالي او اداري چارو مرستیال سیف الله محمدي، د پوهنځیو رئیسانو او د کمېټې غړو استادانو برخه درلوده، پیل یې له معمول سره سم د قران پاک په څو مبارکو ایاتونو سره وشو.
ورپسې د علمـــــــــــــي چارو مرستیال پوهنمل عبدالله مسلم د ستراتیژیک پلان نوبتي ناستې ګډونوالو ته ښــــــه راغلاست او هر کلی وویلو او د کمېټې له غړو څخه یې وغوښتل چې هڅه دې وکړي، ټولې چارې په خپل وخت او ژر ترسره کړي.
ښاغلي مسلم همدارنګه د ستراتیژیک پلان په برخه کې د ټولو پوهنځیو او څانګو مسؤلین خپلو دندو ته متوجې کړل او ورڅخه یې د لا ښه او چټک کار کولو هیله هم څرګنده کړه.
وروسته له اجنډا ســـــره سم د تېر ستراتیژیک پلان پر تطبیقي راپور، نوي ستراتیژیک پلان پر لومړنیو مراحلو او د هغه لپاره د کمېټو پر ترتیب او یو شمـــــــــېر نورو مسایلو هم بحث وشو او د ځینو موضوعاتو پر سر لازم تصامیم هم ونیول شول.
نشراتو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت