د پکتیا پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت تر چتر لاندې اداري ناسته دائره شوه.

pu_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۴:۲۹
adddd

د پکتیا پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت تر چتر لاندې اداري ناسته دائره شوه.

یکشنبه د ۱۴۴۷ ه ق کال د ربیع الاول میاشتې ۲۸مه، چــــــــــــــــــــــې د ۱۴۰۴ ه ش کال وږي میاشتې له (۳۰)مې نېټې سره سمون لــــــــــــــــــــــــري، د پکتیا پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت تر چتر لاندې اداري ناسته دائره شوه.

په جوړه شوې اداري ناسته کې چې د محصلانو چارو مرستیال اصف الرحمن خپلواک، مالي او اداري چارو مرستیال سیف الله محمدي، د بېلا بېلو شعبو آمرینو او اداري کارمندانو برخه درلوده، پیل یې د قران پاک په څو مبارکو ایاتونو سره وشو.

لومړی د پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال سیف الله محمدي د ناستې برخوالو ته د ښه راغلاست او هرکلي ویلو ترڅنګ د ناستې له ټولو برخوالو څخه مننه وکړه، چې د لوړو زده کړو قدرمن وزیر صاحب د سفر پر مهال یې د پروګرام پر ترتیب او تنظیم کې ورسره بشپړه همکاري وکړه.

ښاغلي محمدي همدارنګه د ناستې برخوال کارمندان وهڅول څو له دوی سره د ظرفیت لوړونې او نورو پروګرامونو کې باید فعاله ونډه ولري او همدارنګه یې په راتلونکي کې د کارمندانو د هڅونې په پار د ځانګړې تشویقي برنامې پر جوړولو هم له برخوالو سره مالومات شریک کړل.

ورپسې د پکتیا پوهنتون محصلانو چارو مرستیال اصف الرحمن خپلواک د خبرو پر مهال د مالي او اداري چارو له معاونیت څخه ځانګړې مننه وکړه، څو د کارمندانو د همغږي او هڅونې په پار ځانګړي پروګرامونه په پلان کې لري.

ښاغلي خپلواک همدارنګه په خپلو خبرو کې له اداري کارمندانو څخه غوښتنه وکړه، څومره چې امکان لري کوشش دې دا وکړي، څو ټول مراسلات پر خپل وخت ځواب او اړوند ادارې ته یې په واک کې ورکړي.

وروسته له ترتیب شوې اجنډا سره سم پر یو لړ موضوعاتو بحث وشو او په اړه یې لازم تصامیم ونیول شول.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۹:۲۷
Background image

وزیر محترم تحصیلات عالی از پروژه‌های عمرانی تحت کار پوهنتون پکتیا بازدید بعمل آورد.

محترم شیخ‌الحدیث مولوی نداء محمد ندیم وزیر تحصیلات عالی، در جریان سفر رسمی خویش به ولایت پکتیا، از پروژه‌های عمرانی لیلیه محصلان و مسجد شریف پوهنتون پکتیا بازدید و نظارت بعمل آورد

شیخ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۱۴:۲۱
Background image

کارهای باقی‌ماندۀ ساختمان لیلیۀ شش طبقه‌یی پوهنتون پکتیا دوباره آغاز شد.

کار تکمیل بخش‌های باقی‌ماندۀ یک ساختمان شش‌طبقه‌یی لیلیه در پوهنتون پکتیا، با هزینۀ بیش از ۲۰ میلیون و ۴۰۰ هزار افغانی از بودجۀ انکشافی وزارت تحصیلات عالی، آغاز گردید.

در مراسم افتتاح. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۰:۴۷
Background image

کار ساخت دستگاه سوزاندن زباله‌های شفاخانه‌ای به ارزش صدها هزار افغانی در شفاخانه تدریسی مربوط به پوهنتون پکتیا آغاز شده است

به گفته داکتر رحمت‌الله منیب، رئیس شفاخانه تدریسی مربوط به پوهنتون پکتیا، این دستگاه سوزاندن زباله‌های شفاخانه‌ای به ارزش چهارصد هزار افغانی، با حمایت مالی مؤسسه پیومایی در شفاخانه. . .

BACK TO NEWS