دپوهنځی لرلیداو رسالت
د اقتصادپوهنځی لرلیداو رسالت
لرلید
اقتصاد پوهنځی د پکتیا پوهنتون په چوکاټ کې د علمي او اداري پرسونل پر مټ داسې متخصص کادرونه روزي، چې پوهنځی په ملي سطحه په پنځو مخکښو پوهنځویو کې راشي.
ماموریت
اقتصاد پوهنځی د لیسانس په کچه د مسلکي او څیړنیزې پوهې، په اسلامي او ملي روحیه سمبال محصلان روزي، چې د ټولنې د اړتیاوو په رفع کولو کې ګټور واقع شي.
ارزښتونه
- په روزنیز چاپېریال کې اسلامي او ملي افکارو ته درناوی او بشپړه پاملرنه
- په تحصیلي او اداري بهیر کې د عدالت، مشارکت او د متقابل احترام اصولو رعایت
- علمي خپلواکي
- باکیفیته او معیاري زده کړي
- صلاحیت، مسولیت او حساب ورکوونه
- ښه اداري کلتور او ګډ کار.
- د څېړنیز کلتور بډایه کول.
د اقتصاد پوهنځي موخې
- د زده کړو کیفيت لوړوالی؛ پوهنځی بايد تر راتلونکو پنځو کالو د کيفيت په برخه کې لږ تر لږه په ملي او نړيواله کچه د تیر پنځو پارټنرشیپونو سره په څنګ کې پنځه نور پارټنرشیپونه رامنځته کړي.
- علمي سفرونه
- ۸ تنه په کادري او۴ تنه په اداري برخه استخدامول.
- دوه نوي دېپارتمنتونه رامنځته کول، پدې توګه د دېپارتمنتونو شمېر ۴ ته رسول؛
- د ظرفیت لوړاوي په برخه د علمي سفرونو برابرول
- پنځه تنه استادان د دکتورا او پنځه تنه استادان د ماسټري برنامې ته معرفي کول.
- د استادانو موجود تشکيل (۱۱ تنه ) تر راتلونکو پنځو کالو د نویو څانګو د ایجاد سره ۲۹ تنو ته رسول.
- د پوهنځی درسي خونې په LCD او Sound سیستم مجهز کول
- مجهز کمپیوټر لیب ایجادول
- د ادارې او تشبثاتو په څانګه کې شپنۍ برنامه ایجادول
- د اچې انګليسي ژبه د زده کړې وسېله ده او له بلې خوا د پوهنځي وړانديز چې درسي ژبه په تدريج انګليسي ژبې ته واړوي هم د پوهنتون د علمي شورا لخوا تصويب شوی دی، بناءً تر راتلونکو پنځو کالو ۵۰% درسي ژبه انګليسي ژبې ته اړول.
- د څېړنې موجود کميت او کیفيت لوړول، د څېړنېزو پروژو او مقالو شمېر درې چنده لوړول.
- پر ویب سایټ او فيسبوک برسېره په يو ټيوب، ټوېټر او نورو انټرنټي شبکو کې فعاليتونه او خدمتونه پيلول او پراخول او برسېره پردې د بهرنيو اکاډميکو اړيکو او پارټنرشيپونو په ايجاد کې ترې کار اخېستل.
- د E-learning پروسه پيلول ، انځوريز او ويډيويي لنډ لکچرونه، کنفرانسونه او اشتهارات چمتو کول، او د پوهنځي په انټرنټي ادرسونو خپرول، د الکترونيکي زده کړو په مارکېټ کې ورګډېدل..
- د هر ډول فساد، تعصب او تبعيض مخه ډب کول؛
- د پکتیا پوهنتون په کچه لومړی مقام او په ملي کچه د هېواد د ټولو اقتصاد پوهنځيو په ټاپ پنځو کې راتلل.
- د پوهنځي د تعمير مکمل ترمیم