د ۱۴۰۱ کال، چنګاښ ۲۷ مه، پکتیا پوهنتون

pu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۴/۲۹ - ۱۳:۳۷
a

د ۱۴۰۱ کال، چنګاښ ۲۷ مه، پکتیا پوهنتون
دوشنبه د پکتیا پوهنتون ناستو په تالار کې د علمي شورا نوبتي ناسته وشوه.
ناسته د پکتیا پوهنتون رئیس پوهنمل عبیدالله اخندزاده تر رهبري لاندې٬ چې د محصلانو چارو مرستیال پوهنمل محمد نعیم وصال، مالي او اداري چارو مرستیال سیف الله محــمدي، پوهنځیو رئيسانو او استادانو پکې ګـډون درلوده، پیل یې د قرانکریم په څو مبارکو ایاتونو وشو.
ورپسې د پکتیا پوهنتون رئیس پوهنمـل عبیدالله اخندزاده د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست او لوی اختر مبارکي ویلو ترڅنګ د تېر سمستر د درسونو په ښه ډول پای ته رسېدو باندې خوښي وښوده.
پوهنتون رئیس ناستو ته  د غړو پر خپل وخت حاضریدلو او راتلونکو ازموینو کې پر لا شفافیت ټینګار وکړ.
محصلانو چارو مرستیال پوهنمل محمد نعیم وصال د ۱۴۰۱ کال پسرلني سمستر ازموینو لپاره د جوړې شوې کمېټې غړو لیست  د شورا د تائید په موخه د شورا غړو ته وړاندې کړ.
وروسته ناسته کې د علمي شورا د غړو ترمنـــــځ پر بېلا بېلو موضوعاتو لکه: د پسرلني سمستر ازموینو د پیل پر نېټه، استادانو پر علمي ترفیعاتو، د علمي رتبو پر تثبیت ،د ځینو ډيپارټمنټونو د چارو پر انسجــــام او په اجنډا کې شاملــو نـــورو مــوضوعاتو بحث وشو او د یو شمېر مسایلو په اړه وروستی تصمیم هم ونیول شو.
ناسته د اختتامیه دعا په ویلو سره پای ته ورسېده.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۱/۷/۱۳ - ۱۸:۴۲
Background image

خبرتیا

خبرتیا!
د پکتیا پوهنــــتون، لوګر او پکتیکا لوړو زده کړو مؤسسو د لاندې ذکر شــــویو علمي خالي کادري بستونو د بهرنۍ ژبې ازموینه د راتلونکي دوشنبې په ورځ چې د تلې میاشتې له ۱۸ مې نېټې. . .

شنبه ۱۴۰۱/۷/۲ - ۱۱:۴۱
Background image

د ۱۴۰۱ کال، تلې لومړۍ، پکتیا پوهنتون

د ۱۴۰۱ کال، تلې لومړۍ، پکتیا پوهنتون د لوړو زده کړو وزیر شیخ عبدالباقي حقاني پکتیا ته په خپل ســــفر کې د پکتیا پوهــــنتون له رئیـــــس پوهنمل عبیدالله اخندزاده، پوهنتون مرستیالانو،. . .

شنبه ۱۴۰۱/۶/۲۶ - ۲۳:۵۰
Background image

د ۱۴۰۱ کال، وږي ۲۶ مه، پکتیا پوهنتون

د ۱۴۰۱ کال، وږي ۲۶ مه، پکتیا پوهنتون
د لـــوړو زده کــړو وزارت مرستیـــــال وزیر دوکتور لطف الله خیرخواه پکتیا پوهنتون ته په سفر  راغلی.
د یادونــې وړ دی، چې نوموړی به ددې څو ورځني سفر. . .

BACK TO NEWS