د پکتیا پوهنتون رئیس مولوي عبدالحکیم حمدي د پسرلني سمستر له وروستیو ازموینو څخه لېدنه او څارنه وکړه
چهارشنبه د روان هجري قمري کال محرم الحرام میاشتې په ( ۲۵)مه د پکتیا پوهنتون رئیس مولوي عبدالحکیم حمدي د پسرلني سمستر له وروستیو ازموینو څخه لېدنه او څارنه ترسره کړه د پوهنتون رئیس محصلینو ته په ازموینو کې د شفافیت او ډاډ ورکولو ترڅنګ هغوئ وهڅول چې مطالعه او کوښښ وکړي، څو خپل ټاکلي هدف ته ژر او اسانه ورسیږي د یادونې وړ دی، چې د لوړو زده کړو وزارت په لارښوونه د هېواد په سرد سېره ولایتونو کې د پسرلني سمستر ازموینې د روان قمري کال محرم الحرام میاشتې په ( ۲۱)مه پیل شوې.