د پکتیا پوهنتون اړوند تدریسي روغتون کې یوې مور د زیږون پر مهال درې ماشومان دنیا ته راوړي.

د پکتیا پوهنتون اړوند تدریسي روغتون کې یوې مور د زیږون پر مهال درې ماشومان دنیا ته راوړي.
شنبه د ۱۴۴۶ کال، شوال المکرم میاشتې په ۱۴مه، چې د ۱۴۰۴ ه ش کال حمل میاشتې له ۲۳مې سره سمون لري، د پکتیا پوهنتون اړوند تدریسي روغتون کې یوې مور د زیږون پر مهال درې ماشومان دنیا ته راوړي.
د تدریسي روغتون د ډاکټرانو پر خبره د مور او نویو زېږېدلو ماشومانو روغتیایي حالت چې درې واړه یې انجونې دی، پوره د ډاډ وړ او د دوی تر بشپړې درملنې لاندې دي