د پکتیا پوهنتون اړوند تدریسي روغتون جلدي څانګې ته د ورځې لسګونه ناروغان د درملنې په موخه راځي.

pu_admin
شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۱۴:۱۰
ragh

د پکتیا پوهنتون اړوند تدریسي روغتون جلدي څانګې ته د ورځې لسګونه ناروغان د درملنې په موخه راځي.

شنبه د ۱۴۴۷ ه ق کال محرم الحرام میاشتې ۱۶مه، چې د ۱۴۰۴ ه ش کال چنګاښ میاشتې له ۲۱مې، سره سمون لري، د پکتیا پوهنتون اړوند تدریسي روغتون جلدي څانګې ته لسګونه ناروغان د درملنې په موخه راځي.

د تدریسي روغتون د رئیس ډاکټر رحمت الله منیب پر خبره د هرې اونۍ پر لومړۍ ورځ د طب پوهنځي استاد او د جلدي ناروغیو متخصص پوهنمل ډاکټر میرضیاالرحمن محرابي په دغه روغتون کې د ناروغانو په خدمت او چوپړ کې وي، چې ورته د ورځې له اویا تنو زیات ناروغان  د درملنې په موخه مراجعه کوي.

بل خوا هغه ناورغان او ناروغ لرونکي چې دغه روغتون ته د درملنې په موخه مراجعه کوي، د روغتون له خدماتو څخه بشپړ رضایت لري او هیله یې دا دی، چې د حکومت له لوري دغه روغتون ته د امکاناتو په برخه کې لا ډېره توجو وشي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۳:۵
Background image

د پکتیا پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي د درېیمو او څلورمو ټولګیو محصلانو ته د پروپوزل لیکنې او مونوګراف لیکنې تر سرلیک لاندې دوه ورځنی سمینار وړاندې شو

د پکتیا پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي د درېیمو او څلورمو ټولګیو محصلانو ته د پروپوزل لیکنې او مونوګراف لیکنې تر سرلیک لاندې دوه ورځنی سمینار وړاندې شو.

چهار شنبه د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۵:۴۸
Background image

د پکتیا امارتي او کاتب خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

د پکتیا امارتي او کاتب خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

یکشنبه د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د ذوالقعدې میاشتې په ( ۱۶) نېټه، چې د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د ثور میاشتې له (۱۳) مې نېټې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۴:۴۴
Background image

د خالي اداري بستونو خبرتیا!

د خالي اداري بستونو خبرتیا!

پکتیا پوهنتون کار اهل ته د سپارلو په موخه د خپل تشکیل اړوند دوه خالي اداري بستونه د آزادې سیالۍ له لارې اعلان ته سپاري، په شرایطو برابر نوماندان کولای شي،. . .

BACK TO NEWS