د ۱۴۰۱ کال، لړم ۸ مه، پکتیا پوهنتون

pu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۸/۱۱ - ۱۳:۵۴

د ۱۴۰۱ کال، لړم ۸ مه، پکتیا پوهنتون د پکتیا پوهنتون مرستیالانو د لوړو زده کړو وزارت له لوري په هغه جوړ شوي ویډیو کنفرانس کې برخه واخیسته چې د لوړو زده کړو وزیر شیخ ندامحمد ندیم پکې یو شمېر هدایت او لارښوونې د پوهنتونونو له مسؤلینو سره شریکې کړې. ښاغلي ندیم د پوهنتونونو له مسؤلینو څخه وغوښتل چې خپلې ستونزې او غوښتنې دې له دوی سره شریکې کړي، تر څو دوی حالاتو او امکاناتو ته په کتلو سره ورته مناسبې حل لارې ولټوي. د هغه پر خبره په پوهنتونونو کې دې زده کړیالان پوره فکري او مسلکي وروزل شي، نوموړي همدارنګه په پوهنتونونو کې شته مالي ستونزو ته په اشارې وویل هڅه به وکړي، تر څو له هرې ممکنې لارې وکولای شي په مالي برخه کې د پوهنتونونو ستونزې ور حل کړي.

نشراتو عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۲/۲۶ - ۹:۲۸
Background image

د ۱۴۴۴ کال، شوال ۲۰مه، پکتیا پوهنتون


د پکتیا پوهنتون اړوند تدریسي روغتون له چارو څخه د نړیوالو عاجلو طبي مرستو موسسې مسؤلینو لیدنه وکړه.
د پکتیا پوهنتون علمي چارو مرستیال د نړیوالو عاجلو طبي مرستو موسسې له مسؤلینو څخه د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۰ - ۱۴:۷
Background image

د ۱۴۴۴ کال، شوال ۱۷مه، پکتیا پوهنتون

پکتیا پوهنتون کې د تضمین کیفیت کمېټې ناسته د پوهنتون د رئیس پوهنمل عبیدالله اخندزاده تر مشرۍ لاندې ترسره شوه.
ناسته کې چې د علــمي چارو مرستیال پوهنمل سیف الرحمن روهي، مالي او اداري چارو. . .

شنبه ۱۴۰۲/۲/۱۶ - ۱۴:۵۷
Background image

د ۱۴۴۴ کال، شوال ۱۳مه، پکتیا پوهنتون

پکتیا پوهنتون کې د رمضان جام تر نامه لاندې د فوټسال پیل شوې سیالۍ تېره ورځ پای ته ورسېدې.
د سیالیــو د پای په مراسمو کې چې د والي مرستیال شیخ انعام الله صلاح الدین د پکتیا پوهنتون رئیس. . .

BACK TO NEWS