د ۱۴۰۱ کال، لیندۍ ۷مه، پکتیا پوهنتون

pu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۹/۸ - ۱۱:۲۶
a

د ۱۴۰۱ کال، لیندۍ ۷مه، پکتیا پوهنتون
د کـرنې پوهنځي له شـــپږو څانګو څخه ۲۳۰ تنه زده کـړیالان فارغ او ټولنې ته د خدمت کولو په موخه وړاندې شول.
په دې مناسـبت جـــوړ شوي مـراسم چې د فارغینو له جملې څخه د یوه تن له لوري د قرانکریم په څو مبارکو ایاتونو پیل شــول، لــومړی د کـرنــې پوهـنځي رئیـس پوهنمـل مـحمدګل عربزي راغلو میلمنو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ فارغ زده کــړیــالان خپلـــو مســؤلیتـونو ته چې په ټولنـــه کې یې لري، متوجې کړل.
ورپسې ددې پوهنــتون رئیس پوهنمل عبیدالله اخندزاده زده کړیالانو او د دوی د کـورنیو غړیو ته د مبارکي ویــــلو ترڅنګ په ټولنه کې د کرنې او زراعت په برخه کې د مسلکي کادرونو پر ضرورت او اړتیا مفصلې خبرې وکړې.
ناسته فارغ زده کړیالانو ته د تصدیق پاڼو پر وېش او دعائې پر ویلو سره پای ته ورسېده.

نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۵ - ۱۴:۵۳
Background image

د ۱۴۰۱ کال، سلواغې څلورمه،پکتیا پوهنتون

د ۱۴۰۱ کال، سلواغې څلورمه،پکتیا پوهنتون
د علمي شورا ناسته ددې پوهنتون د رئیس پوهنمل عبیدالله اخندزاده تر رهبري لاندې دائره شوه.
ناسته کې چې د پوهنتون مرستیالانو، پوهنځیو رئیسانو، امرینو. . .

شنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۷ - ۱۰:۲۸
Background image

د ۱۴۰۱ کال، مرغومې ۱۴مه، پکتیا پوهنتون


د افغان ملي بانک له لوري د پکتیا پوهنتون لپاره د ATM  اتومات صرافي ماشین فعال شو، چې له مخې به یې د استادانو او کارمندانو معاشونه او د محصلینو بدل اعاشه له دې لارې په اسانۍ سره ترلاسه. . .

شنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۷ - ۱۰:۸
Background image

د ۱۴۰۱ کال، مرغومې ۱۳مه،پکتیا پوهنتون


د علمي شورا ناسته ددې پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال پوهنمل محمد نعیم وصال تر رهبري لاندې دائره شوه.
ناسته کې چې د پوهنتون مرستیالانو، پوهنځیو رئیسانو، امرینو او استادانو برخه درلوده،. . .

BACK TO NEWS