د استادانو چارو د سمون او بانکي معلوماتو آمریت

 

د دندې پر مخ وړونکي پیژندګلوي

نوم

محمد قیوم منګل

د پلار نوم

وزیر شاه

د زده کړو کچه

ماسټر

علمي رتبه

پوهنمل

د اړیکې شمیره

+93770618632

د بریښنالیک ادرس

mohmdqayom@gmail.com

 

 

د استادانو چارو د سمون او بانکي معلوماتو آمریت د ۱۳۹۰ کال څخه را په دیخوا د علمي چارو معاونیت  په تشکیل کې  منظور شوی، چې د  استادانو دګمارنې، منفکۍ علمي رتبو او ترفیعو ثبتولو چارو  پر مخ وړل یې د دندې اصلي موخې ګڼل کیږي او ددغه موخو لاسته رواړلو  لپاره لاندې دندې پر مخ وړي.

 دندي.

  1. موخو ته د لاس رسي په پار میاشتنې، ربعوار او کلني پلانونه ترتیبول.
  2. د وروستیو کړنو د ترسره کیدو په پار  قانون، لایحو او مقراراتو ته پام سره د اډمیکو چارو د سمون ریاست ته  د نویو علمي کادرونو د سندونو رهنمایې او لیږل.  
  3. د ګمارنې، منفکۍ،  علمي ترفعیو او علمي شورا د اجنډا ترتیبولو ترڅنګ  دغه کمیټو او شورا  ته د منظورۍ،  منفکۍ او علمي رتبو د تایئیدۍ په موخه د  استادانو د اړتیا وړ مواد وړاندې کول.
  4.  د چارو دښه سمبالښت په پارد مرکزي  ډیټابیس سستم له مسؤلینو سره د همغږۍ رامنځته کول.
  5. د استادانو د ګمارنې، منفکۍ، علمي ترفیعاتو او رتبو علمي چارې  پرمخ وړل.
  6. د چارو د ښه کیفیت او موثریت په پار په پوهنتون کې د استادانو د پیژندګلوۍ لپاره د ثبت او راجستر فورمونو د  ترتیبولو  چارې پرمخ وړل.
  7. د راپور ورکونې په  پار له  اړونده او اثر لاندې  مرجعو څخه د معلوماتو او احصایې اخیستل  او ترتیبول.
  8.  دخوندیتوب  او محرومیت په پار د  ډیټابیس څخه ځانګړې څارنې او ساتنه کول.
  9. د وروستیو کړنو او تایئدۍ په پار د وزرات له  لورې  راغلي سندونه د اړوند پوهنځیو له مسؤلینو  او د پوهنځیو له لورې راغلي سندونو د وزارت له مسؤلینو سره شریکول.
  10. سربیره د اړونده  ادارې هغه  ټولو دندو سرته رسول، چې موخو ته د رسیدو په پار د وزارت مقام له خوا  د قوانینو،لایحو او مقررو  سره سمې ورته سپارل کیږي.