د علمي څېړنو  آمریت

د علمي څېړنو  آمریت

د دندې پر مخ وړونکي پیژندګلوي

نوم

خانزاد ګل ځاځی

د پلار نوم

پیرګل

د زده کړو کچه

ماسټر

علمي رتبه

پوهنیار

د اړیکې شمیره

۹۳۷۷۶۷۶۹۰۷۹+

د بریښنالیک ادرس

Khanzada.zazai@gmail.com

 

د علمي څېړنوآمریت ۱۳۹۲ کال څخه را په دیخوا د علمي چارو معاونیت  په تشکیل کې  منظور شوی، چې د  د علمي کادرنو  د علمي څېړنو، تالیف او ژباړې پروپوزلونو ارزونه ، د استادانو د لاښود استاد او موضوع ټاکلو  علمي سمینارونو دایرول یې د دندې اصلي موخې ګڼل کیږي او ددغه موخو لاسته رواړلو  لپاره لاندې دندې پر مخ وړي.

دندې :

  1. د وړاندیز شویو موخو تر لاسه کولو لپاره هفته وار، میاشتني ، کلني پلانونو ترتیبول
  2. د علمي څېړنې ژباړې او تالیف په تړاو سمینارونو دایرول.
  3. د څیړنیزو چارو د لا ښه والې او اغیزمنتوب په پار د تخنیکې ارزونې لپاره د علمي څیړنو د پلانونو جمع اوري  او توحیدول.
  4. د ژباړې، تالیف او نشراتو کمېټو غړیتوب او هغوی سره لازمه او تخنیکي مرسته کول.
  5. د څېړنیزو پروپوزلونو په تهیه کولو کې استادانو او څېړونکوسره  د څېړنو په تړاو هر اړخیزه مرسته، تخنیکي اوڅېړنیزې مشورې ورسره شریکول.
  6. د اړوند مراجعو لپاره د څیړنیزو پروژو او ترجمې پروپوزلونو راپورونو د ارایی په پار  د ډیټابیس ایجاد.
  7. د قانون او مقراراتو په رڼا کې د آمر له خوا د همداسې نورو ورسپارل شوو دندو ترسره کول.
  8. د علمي څیړنو کمېټې د غړو میاشتنی غونډو دایرول.