پکتیا پوهنتون کې استادانو او اداري کارمندانو ته درې ورځنی دیني، علمي او فکري سمینار پیل شو.

pu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳۰ - ۱۰:۱۷
da

پکتیا پوهنتون کې استادانو او اداري کارمندانو ته درې ورځنی دیني، علمي او فکري سمینار پیل شو.

یکشنبه د ۱۴۴۶کال، شعبان میاشتې په ۱۷مه، د پکتیا پوهنتون ناستو په تالار کې استادانو او اداري کارمندانو ته درې ورځنی دیني، علمي او فکري سمینار د دعوت او ارشاد آمریت ترچتر لاندې پیل شو.

د سمینار د پیل په مراسمو کې د پکتیا پوهنتون رئیس مولوي عبدالحکیم حمدي د سمینار برخوالو استادانو او اداري کارمندانو ته ښه راغلاست ویلو ترڅنګ له ټولو څخه د زړه له تله مننه وکړه، چې ورسره یې په درې ورځني دیني، علمي او فکري سمینار کې برخه اخیستې او ورڅخه یې غوښتنه وکړه، چې د شیوخو کرامو او علماء کرامو له لوري چې کوم سمینارونه او موضوعات وړاندې کیږي، په غور دې واوري او ورڅخه دې ډېر څه تر لاسه کړي، همدارنګه محصلینو او ټولنې ته دې د دغو موضوعاتو په رسولو کې هم پوره هڅه او هاند وکړي.

ښاغلي حمدي همدارنګه دا یو غوره فرصت یاد کړ، چې په یوه بشپړ ارام چاپېریال کې د دیني موضوعاتو او مسائلو د زده کولو لپاره سره راټول شوي یو او محترم شیوخ کرام او علماء کرام راته دیني، علمي او فکري موضوعاتو تشریح کوي، مونږ او تاسو یې په غور سره اورو.

پوهنتون رئیس همدارنګه د جوړ شوي درې ورځني دیني، علمي او فکري سمینار د ارزښت ترڅنګ د علـــــــــــــــــــــــــــــــــــــم او پوهې پر ارزښت هم د سمینار له برخوالو سره پوره مالومات شریک کړل.

وروسته له ترتیب شوې اجنډا سره سم د ایمان پر تعریف او شعبو، په اسلام کې د ښځې پر مقام، حقوقو، واجباتو او په ځانګړي ډول د ښځو پر حجاب، اخلاص، زهد، تقوا او د نیت اصلاح، د نبي کریم صلی الله علیه وسلم د سنتو اتباع، اهمیت یې، همدارنګه د ږیرې اهمیت او منزلت په اسلام کې موضوعات د شیخ صاحب احمد جان اخندزاده او مفتي صاحب محمد عمر فضلي له لوري ارایه او په اړوند موضوعاتو کې د ګډونوالو پوښتنو ته لازم ځوابونه هم ورکړل شول.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۹ - ۱۴:۲۱
Background image

د پکتیا پوهنتون کادري روغتون ته د ورځې تر دريو سوو پورې ناروغان د درملنې په موخه راځي.

د پکتیا پوهنتون کادري روغتون ته د ورځې تر دريو سوو پورې  ناروغان د درملنې په موخه راځي.

د دې روغتون د رئیس ډاکټر رحمت الله منیب په خبره  دوی پر بېلا بېلو برخو کې ناروغانو او ناروغ. . .

شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۸ - ۱۴:۱۳
Background image

د پکتیا پوهنتون علمي کادري بست خبرتیا !

د پکتیا پوهنتون علمي کادري بست خبرتیا !

پکتیا پوهنتون طب پوهنځي  د لومړي ځل لپاره په لاندې ذکر شوې څانګه کې د دوکتورا، ماسټرۍ او لیسانس په کچه علمي کادر ته اړتیا لري.

طب پوهنځي:

 اور. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۳ - ۱۳:۳۱
Background image

د پکتیا پوهنتون انجنیري پوهنځي مهندسي څانګې محصلینو د افغان ملي شهرک جوړ کړی موډل نندارې ته وړاندې کړ. دوشنبه د ۱۴۴۶ کال، جمادی الثاني میاشتې په ۲۱مه، د پکتیا پوهنتون انجنیري پوهنځي مهندسي څانګې محصلینو د افغان ملي شهرک جوړ کړی موډل نندارې ته وړاندې کړ.

د پکتیا پوهنتون انجنیري پوهنځي مهندسي څانګې محصلینو د افغان ملي شهرک جوړ کړی موډل نندارې ته وړاندې کړ.

دوشنبه د ۱۴۴۶ کال، جمادی الثاني میاشتې په ۲۱مه، د پکتیا پوهنتون انجنیري پوهنځي. . .

BACK TO NEWS