د پکتیا پوهنتون محصلانو چارو معاونیت اړوند د فرهنګي او کلتوري کمېټې ناسته دائره شوه.

د پکتیا پوهنتون محصلانو چارو معاونیت اړوند د فرهنګي او کلتوري کمېټې ناسته دائره شوه.
پنجشنبه د ۱۴۴۷ ه ق کال صفرالمظفــــــــــــــــــــــــــــــــر میاشتې ۲۰مه، چــــــــــــــــــــــې د ۱۴۰۴ ه ش کال زمري میاشتې له ۲۳مې، سره سمون لري، د پکتیا پوهنتون محصلانو چارو معاونیت اړوند د فرهنګي او کلتوري کمېټې ناسته دائره شوه.
د فرهنګي کمېټې په نوبتي ناسته کې چې د پوهنتون محصلانو چارو مرستیال اصف الرحمن خپلواک، د فرهنګي کمېټې غړو استادانو او کارمندانو برخه درلوده، پیل یې د قران پاک په څو مبارکو ایاتونو سره وشو.
لومړی د پوهنتون محصلانو چارو مرستیال اصف الرحمن خپلواک د فرهنګي کمېټې غړو او برخوالو ته د ښه راغلاست او هرکلي ویلو ترڅنګ د اسد( زمري) میاشتې د (۲۴)مې په مناسبت، د ولایت په سطحه د جوړېدونکو مراسمو په اړه له برخوالو سره مالومات شریک کړل.
ښاغلي خپلواک په خپلو خبرو کې د اسد( زمري) میاشتې د (۲۴)مې په مناسبت په جوړیدونکو مراسمو کې د محصلانو پراخ ګډون خورا مهم او ضروري وباله او په خبره یې ازادي او خپلواکي چې د ډېرو قربانیو په مقابل کې مو ترلاسه کړې، ددې ورځې لمانځل هم پر مونږ او تاسو لازم او ضروري دي.
وروسته د فرهنګي کمېټې په نوبتي ناسته کې ددې ورځې د لمانځلو په اړه د غړو ترمنځ ازاد بحث وشو او په اړه یې لازم تصامیم هم ونیول شول.