د اقتصاد پوهنځی

د اقتصاد پوهنځی درئيس لنډه پېژندنه

پوهنيار محمد نور احمدزی

د اقتصاد پوهنځی رئيس

noorahmadzai32@yahoo.com

noorzahir@pu.edu.af

د جمهوري رياست د ۱۱/۶/۱۳۹۹ نېټې   ۱۴۴۶  نمبر حکم له مخې پوهنيار محمد نور احمدزی د پکتيا پوهنتون، اقتصاد پوهنځی د رئيس په توګه وټاکل شو. ښاغلی احمدزی د هند هېواد د پونې پوهنتون  (SPPU)څخه په تجارت کې ماستري (M.COM)  لري.  لسانس يې د ننګرهار پوهنتون اقتصاد پوهنځي څخه د تجارت په رشته کې کړی دی.

   نوموړی په ۱۳۹۲ کال کي د پکتيا پوهنتون په اقتصاد پوهنځي کې د استاد په حيث مقرر  شوی او تر دې دمه يې په پوهنځي او پوهنتون کې بېلابېل مضامين لکه د د پیسو اقتصاد، مالي مدیریت، مديريت بنسټونه، تمویل، عامه اقتصاد او عامه تمویل تدریس کړي دي.

  د تدريس او رياست په څنګ کې نوموړی د پوهنځي د دوو کمېټو ( د توامیتونواو ازموينو) مشري هم په غاړه لري، او د پوهنځي او پوهنتون په ځېنو نورو کمېټو کې هم فعال غړيتوب لري.

داقتصاپوهنځي لرليد اوماموریت

د اقتصاد پوهنځی معرفي

 اقتصاد پوهنځی د پکتیا پوهنتون په چوکاټ کې د اداره او تشبثاتو څانګې په درلودلو سره په ۱۳۹۲ ل. ل. کال کې تاسیس او په ۱۳۹۳ ل. ل. کال په پیل کې د لومړي ځل لپاره د کانکور ازموینې له لارې بریالي شوي محصلان جذب کړل. په ۱۳۹۴ ل. ل. کال کې د مالي او بانکي څانګه هم په ياد پوهنځي کې ایجاد شوه.

 اقتصاد پوهنځي کې په اوسط ډول هر کال شاوخوا ۵۵۰ محصلانو ته په دوو څانګو کې د یوولسو تنو علمي کادرونو لخوا د لسانس په کچه تدریس او روزنه ورکول کیږي. د علمي کادرونو د تشکیل سربیره اقتصاد پوهنځی، تدریسي عمومي مدیریت، اجرائیه مدیریت او خدماتي کارکوونکی هم په خپل تشکیل کې لري

د جنډر په تفکيک سره د اقتصاد پوهنځي د محصلانو اوسنۍ احصائيه

 

ديپارتمنت

لومړی ټولګی

دويم ټولګی

درېيم ټولګی

څلورم ټولګی

مجموعه

نارينه

ښځينه

نارينه

ښڅينه

نارينه

ښځينه

نارينه

ښځينه

اداره او تشبثات

۷۵

۲۰

۸۰

۰

۷۰

۰

۷۱

۰

۳۱۶

مالي او بانکي

۷۶

۱۷

۷۸

۰

۶۸

۱

۶۰

۰

۳۰۰

ټوله مجموعه

۶۱۶

 اقتصاد پوهنځی له ۱۳۹۵ ل ل کال راپدېخوا له پنځو دولتي او خصوصي ادارو لکه مستوفیت، ګمرک ، عزیزي بانک، سوداګري او صنایعو خونې او جهان خصوصي پوهنتون  سره د محصلانو د عملي زده کړو د ترسره کولو په   موخه د همکاري توامیتونه لاسلیک کړي دي.

  د چارو د ښه پرمختللو په خاطر اقتصاد پوهنځی اوسمهال (۱۲) دولس فعالې کمېټې لري.

  اقتصاد پوهنځی تر دې مهاله د فراغت په تېرو دریو دورو کې ۴۱۱ تنه محصلان چې ۱۴ تنه پکې ښځينه محصلانې وې ټولنې ته د غوره خدمت په موخه فارغ او وړاندې کړي دي.

 .2 انځور: په ۱۳۹۷ ل. ل. کال کې د اقتصاد پوهنځی د فارغ التحصيلانو انځور، ځای: د پکتيا پوهنتون تالار

 3انځورپه۱۳۹۶  ل. ل. کال کې د اقتصاد پوهنځی د فارغ التحصيلانو انځور، ځای: د پکتيا د جرګو تالار.

 

لرلید

 د اقتصاد په برخه کې، ټولني ته د داسې باکیفیته لوړو زده کړو خدمات وړاندې کول، چې د نړیوالو معیارونو سره برابر او د هیواد د اقتصادي-ټولنیزي ودې او پرمختیا لپاره ځواب ویونکي وي.

 ماموریت

 معاصر اقتصاد د نویو میتودونو په وسیله د لسانس په کچه د محصلانو روزنه او د اقتصاد په بخش کې د لومړني او عملي څېړنو په لاره اچونه، چې پدې بخش کې د پوهې د لا پراختیا سبب وګرځي.

  موخې

  • د کار بازار او د پوهنځیو نړیوالو نورمونو ته په پام د پوهنځي د تدریسي، روزنیز او څېړنیز کیفیت لوړول.
  • د علمي کادر د غړو د علمي وړتيا او تحصيلي سويې لوړول.
  • د څېړنيزو فعاليتونو پراخول او کيفيت يې لوړول.
  • د زده کړې د وسيلې په توګه د انګليسي ژبې (English as a Medium of Instruction) د پروسې تدريجي تطبيق (EMI)..
  • د کيفيت لوړونې او ساتنې د برنامې تطبيق او پراختيا.

اداره او تشبثاتو څانګه

اداره او تشبثاتو څانګه

د ادارې او تشبثاتو څانګه په ۱۳۹۲ ل. ل. کال کې د اقتصاد پوهنځي په چوکاټ کې رامنځته شوه. اوسمهال په نوموړې څانګه کې شپږ تنه استادان په تدریس او ۲۹۶ تنه محصلان په زده کړو بوخت دي. د ادارې او تشبثاتو له څانګې څخه تر دې مهاله ۲۰۳ تنه فارغ شوي دي.  

لر لید

د ادارې او تشبثاتو څانګه به په ملي کچه د کاروباري ادارې او مدیریتي پوهې په رامنځته کولو او خپرولو کې یو مخکښه زده کړیزه اداره وي. 

ماموریت

اداره او تشبثاتو څانګه، کاروباري او مدیریتي پوهه د تدریس او څېړنې په واسطه پدې شکل پراخه او خپروي چې د خصوصي او عامه سکتورونو د ودې لپاره مرستندویه واقع شي.  

مالي او بانکي څانګه

مالي او بانکي څانګه

مالي او بانکي څانګه په ۱۳۹۴ ل. ل. کال کې د اقتصاد پوهنځي په چوکاټ کې رامنځته شوه. اوسمهال په نوموړې څانګه کې پنځه تنه استادان په تدریس او (۲۸۲) محصلان په زده کړو بوخت دي. مالي او بانکي څانګې څخه تر اوسمهاله ۲۰۸ تنه فارغ شوي دي.  

لر لید

مالي‌ او بانکي څانګه به په ملي کچه د مالي او بانکي پوهې په را منځته کولو کې یوه مخکښه زده کړیزه اداره وي.

ماموریت

مالي او بانکي څانګه، مالي او بانکي پوهه د تدریس او څېړنې په واسطه پدې شکل پراخه او خپروي چې د خصوصي او عامه سکتورونو د ودې لپاره مرستندویه واقع شي.   

پوهنځی ریس

دپوهنځی لرلیداو رسالت

ډیپارټمنټونه