پکتیا پوهنتون د طب پوهنځي د لسمې دورې زده کړیالانو فراغت غونډه:

pu_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۲/۱۲ - ۹:۳۲
med

پکتیا پوهنتون د طب پوهنځي د لسمې دورې زده کړیالانو فراغت غونډه:

پکتیا پوهنتون د طب پوهنځي د لسمې دورې د فارغانو په ویاړ د فراغت پرتمینه غونډه په لاره واچوله، چې په دې غونډه کې (۶۲) تنه هلکانو او (۵) تنه انجونو د فراغت سندونه د دې علمي کانون څخه تر لاسه او ټولنې ته د خدمت لپاره وړاندې شول، په لومړیو کې غونډه د قرآنکریم په مبارکو ایاتونو سره پېل شوه، ورپسې د هېواد ملي سرود وغږول شو، وروسته له سرود څخه د طب پوهنځي رییس د غونډې ګډونوالو او راغلو مېلمنو ته د ښه راغلاست وېنا تر څنګ فارغو محصلانو ته مبارکي وویله، له ده څخه وروسته د پکتیا پوهنتون د علمي چارو مرستیال عبدالله احمدي فارغو زده کړیالانو ته د فراغت مبارکي تر څنګ د دوی د فراغت په ویاړ خوښي څرګنده کړه، چې ورپسې د محصلانو چارو مرستیال نقیب الله ځاځي د نوموړو محصلانو د ښو خاطراتو څخه یادونه وکړه او د فراغت په ویاړ یې دوي د دوي کورنیو او ټولو دوستانو ته میارکي وړاندې کړه، له ده څخه وروسته د طب پوهنځي د استادانو په نماینده ګي پوهنیار ولي خان اوریاخېل او پوهنیار نازدانه پکتیا وال د نوموړو محصلانو پر فراغت خوښي څرګنده، د زده کړو په لړۍ کې یې د دوی ښې کړنې وستایلې او د فراغت مبارکي یې ورته وویله، د غونډې په جریان کې د زم زم پوهنتون رییس او د فارغو زده کړیالانو د کورنیو د غړو په نماینده ګي یو تن مشر ګډونوالو ته د خوښۍ پېغام وړاندې کړ، چې بیا د ولایت مقام مرستیال والي الحاج عبدوالي سهي خپله ارزښت منده وېنا ګډونوالو ته وړاندې او زده کړیالانو د فراغت په ویاړ یې خوښي څرګنده او ټولو ته یې مبارکي وویله، تر څنګ یې د محصلانو د روزلو په برخه کې د استادانو او اداري کارمندانو هلو ځلو څخه قدرداني وکړه، وروسته له ده د طب پوهنځي رییس پوهنیار شریف فرقاني فارغو محصلانو ته هېواد او ټولنې ته د ښو او رښتينو خدمتونو د تر سره کولو پار د طبابت د سوګند چاره تر تر سره کړه.

د غونډې د پای په شیبو کې فارغو محصلانو ته د ولایت مقام مرستیال والي، د طب پوهنځي رییس او د علمي چارو مرستیال له خوا تصدیق لیکونه او ستاین لیکونه ورکړل شول.

د یو آباد، سولییز، پر ځان بسیا او ازاد افغانستان په هیله.

په درنښت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۹:۴۵
Background image

پکتیا پوهنتون کې د پوهنتون، پوهنې ریاست او کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې په ګډو هڅو د پوهنتون محصلانو او ښوونځیو زده کوونکو ته ځانګړی یو ورځنی سمینار دائر شو.

پکتیا پوهنتون کې د پوهنتون، پوهنې ریاست او کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې په ګډو هڅو د پوهنتون محصلانو او ښوونځیو زده کوونکو ته ځانګړی یو ورځنی سمینار دائر شو.

چهارشنبه د ١٤٤٧ کال، جمادی. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۹ - ۹:۱۸
Background image

د پکتیا پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مولوي صاحب صفت الله حقاني د بېلا بېلو پوهنځیو له رئیسانو، څانګو آمرینو او استادانو سره جلا جلا ناستې وکړې.

د پکتیا پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مولوي صاحب صفت الله حقاني د بېلا بېلو پوهنځیو له رئیسانو، څانګو آمرینو او استادانو سره جلا جلا ناستې وکړې.

شنبه د ١٤٤٧ ه ق کال، جمادی الثانی میاشتې په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۰:۵۲
Background image

د پکتیا پوهنتون په کوربتوب د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې او پکتیا پوهنې ریاست پر ګډه همغږي د امارتي او خصوصي ښوونځیو استادانو ته یو ورځنی سمینار دائر شو.

د پکتیا پوهنتون په کوربتوب د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې او پکتیا پوهنې ریاست پر ګډه همغږي د امارتي او خصوصي ښوونځیو استادانو ته یو ورځنی سمینار دائر شو.
دوشنبه د ۱۴۴۷ ه ق کال د جمادی. . .

BACK TO NEWS