دپوهنتون په اړه
د پکتیا پوهنتون لنډه تاریخچه:
پکتیا پوهنتون د پکتیا د ولسونو په غوښتنه او د وخت د انتقالي حکومت د مشر د ۲۴/۷/۱۳۸۲ نېټې د (۴۲۸۶) ګڼې حکم پر بنسټ تاسیس شوی دی. پکتيا پوهنتون په لومړي ځل په ۱۳۸۳ لمریز کال کې د (کرنې) او (ښوونې ــــــــ روزنې) پوهنځیو په چوکاټ کې فعالیت پیل کړ، چې په ۱۳۸۷ لمریز کال کې یې د لومړۍ دورې (۳۵) تنه فارغان ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړل. دغه بنسټ د علمي، اداري او تربیتي تشکیلاتو درلودونکی دی، چې د هېواد د نافذه قوانینو او مقرراتو په رڼا کې د پوهنتون د رييس لخوا اداره کيږي.
په ۱۳۸۹ لمریز کال کې د وخت د حکومت د مشر د منظورۍ پر بنسټ په پېښور کې د آریانا خصوصي پوهنتون درې پوهنځي( طب، انجنیري، حقوق او سیاسي علوم) له پکتیا پوهنتون سره مدغم شول او له ۱۳۹۰ لمریز کال را هیسې پورته يادو شویو پوهنځیو د پکتیا پوهنتون په چوکاټ کې فعالیت پیل کړی دی.
د پوهنتون د ادارې د وړاندیز پر بنسټ په ۱۳۹۲لمریز کال کې د ټولنې د اړتياوو ته په کتو د پکتياپوهنتون په چوکاټ کې د ژبو او ادبیاتو پوهنځی او په ۱۳۹۳ کال کې د اقتصاد پوهنځی رامنځته شول. ورپسې په ۱۳۹۸ کال کې د کمپیوټر ساینس او بیا په ۱۴۰۰ کال کې د شرعیاتو پوهنځی هم تاسیس شول، چې اوسمهال پکتیا پوهنتون د نهو پوهنځیو په درلودلو سره خپل فعالیت کوي.
د يادونې وړ ده، چې د پکتيا پوهنتون په (ښوونې ــــــ روزنې) او(د ژبو او ادبياتو) پوهنځيو کې شپېنۍ او داخل خدمت برنامې هم پر مخ وړل کيږي. دا پوهنتون د مالوماتي ټکنالوژۍ لوی مرکز، مجهزکتابتون، د کیفیت لوړاوي مرکز، د مشورې ورکولو او کارموندنې مرکز، حقوقي کلنیک، کادري روغتون او الکترونیکي کتابتون په لرلو سره د محصلانو لپاره د زدهکړو پر یوه لوی مرکز بدل شوی دی.
احصاييه ښیي، چې په (۱۴۰۳) لمریز کال کې د تشکیل پر بنسټ د پکتیا پوهنتون د کادري غړو شمېر (244) تنو، د اداري کارکوونکو شمېر (۱۳۵) تنو او د خدماتي کارکوونکو شمېر (۱۰۸) تنو ته رسیږي.